د لاسرسي ځای

بان کي-مون په پاکستان کې د شییعه ګانو وژنه وغندله


د ملګرو ملتونو عمومی مشر بان کي - مون

د ملګرو ملتونو عمومی مشر بان کي - مون



د ملګرو ملتونو عمومی مشر بان کي - مون په پاکستان کې تيره ورځ د شعيه ګانو پر بسونو بريد په سختو ټکو غندلې او دا يې یو غمژنه او دړدوونکې پېښه بللې ده.


دغه خونړۍ پيښه دزیارت/ پنجشنبې په ورځ ناوخته مهال د هزارې سیمې په اړوندو کې هغه وخت رامنځته شوه چې د ګلګت بلتستان په لسګونو اوسیدونکي له راولپنډۍ نه خپلو کورونو ته روان وو. دا په تېرو ځه باندې شپږ میاشتو کې پر شییعه مسلمانانو دغه ډول دویم خونړۍ برید دی.

په سیمه کې د پولیسو یوه مشر علي شیر پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې په وژل شویو کې ډيری يې شعیه ګان دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې وسله والو د هزارې په بابو سر نومي سړک د سپرلیو درې موټر ودرول او ټوله سپرلي يې ترې راکوزه کړې او لومړی یې د هغوی شناختي کارډونه وکتل او بیا يې پنځه ویشت (۲۵) تنه ترې بیل او په یوه لیکه کې تر درولو وروسته په ګولیو غلبېل غلبېل کړل.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د دره آدم خېل وسله والو طالبانو ددغه برید پړه منلې ده.

د ګلګت بلتستان شعیه ګانو دغه پيښه غندلې او ویلي يې دي چې وژل شوي ټول بیګناه خلک وو او په هیڅ ډول ورانکارو پيښو کې يې لاس نه درلود.

ګڼ شمیر قهریدلي شعیه ګان د خپلو مذهبي مشرانو په بدرګه د ګلګت بلتستان واټونو ته راووتل او د بریدګرو د نیولو غوښتنې يې کولې.


XS
SM
MD
LG