د لاسرسي ځای



دغه خونړۍ پيښه دزیارت/ پنجشنبې په ورځ ناوخته مهال د هزارې سیمې په اړوندو کې هغه وخت رامنځته شوه چې د ګلګت بلتستان په لسګونو اوسیدونکي له راولپنډۍ نه خپلو کورونو ته روان وو.

په سیمه کې د پولیسو یوه مشر علي شیر پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې په وژل شویو کې ډيری يې شعیه ګان دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې وسله والو د هزارې په بابو سر نومي سړک د سپرلیو درې بسونه ودرول او ټوله سپرلي يې ترې راکوزه کړې او لومړی یې د هغوی شناختي کارډونه وکتل او بیا يې پنځه ویشت تنه ترې بیل او په یوه لیکه کې تر درولو وروسته په ګولیو غلبیل غلبیل کړل.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د دره آدم خېل وسله والو طالبانو ددغه برید پړه منلې ده.

د ګلګت بلتستان شعیه ګانو دغه پيښه غندلې او ویلي يې دي چې وژل شوي ټول بیګناه خلک وو او په هیڅ ډول ورانکارو پيښو کې يې لاس نه درلود.

ګڼ شمیر قهریدلي شعیه ګان د خپلو مذهبي مشرانو په بدرګه د ګلګت بلتستان کوڅو یا واټونو ته راووتل او د بریدګرو د نیولو غوښتنه يې کوله.

XS
SM
MD
LG