د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو وايي د هیلي کوپټر د پېښې پلټنه کوي






په افغانستان کې مېشت د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونه وايي چې په کندهار ولایت کې د یوې هلیکوپټرې د رالوېدو د سببونو څیړنه کوي، چې په کې د اوو امریکايي عسکرو په ګډون درې افغان عسکر له یوه ژباړن سره یو ځای ووژل شول.

د ایساف ځواکونو ویاند کونټرکیتز له مشال راډیو سره د د پيښې پخلی وکړ خو د نورو جزیاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.

د کندهار د ولایت چارواکو ویلې چې دغه پیښه د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په چنارتو سیمه کې شوې.

په اعلامیې کې ویل شوي چې دغه هلیکوپتر سیمې ته د ګزمې لپاره تللې وه چې راولویدلی.


د راپورونو له مخې تیره یوه اونۍ په افغانستان کې د امریکايي عسکرو لپاره خونړۍ وه.

امریکايي عسکرو ته د تلفاتو له امله تر دې دوه نورې لویې پيښې د هلمند په سنګین او ګرمسیر کې وشوې.

د سنګین په پيښه کې یوه افغان پولیس پر امریکايي عسکرو ډزې وکړې درې تنه یې پکې ووژل او د ګرمسیر په پيښه کې یوه افغان ملکي قراردادي په ورته پیښه کې درې نور امریکايي عسکرو وژل.

امریکايي ځواکونو ته دغه مرګ ژوبله په داسې حال کې رسیږي، چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو لړۍ پیل شوې او د ولسمشر بارک اوباما له پلان سره سم په زرګونه امریکايي عسکر له افغانستان څخه وتلي دي.

XS
SM
MD
LG