د لاسرسي ځای

نیو یارک ټایمز لیکي، په افغانستان کې ښځې له یو شمیر مسلو سره مخامخ دي، او د طالبانو د واک ختمیدو وروستو هم د دوی مسلې ندي ختمي شوي.

امریکایي ورځپاڼه نیو یارک ټایمز لیکي، افغانستان کیدای شي، د ښځو او نجونو لپاره یو ظالم او سخت هیواد وي، ډیرې ښځې داسې یرې لري، چې د دغه هیواده د ۲۰۱۴م کال وروستو چې کله امریکايي ځواکونه ووځي، ممکنه ده، دوی یو ځل بیا د سختو حالاتو سره مخامخ شي.

په افغانستان کې اوس هم تر نیمايي زیاتې نجونه له سکولونو بهر دي


که څه هم په تیره یوه لسیزه کې د ښځو د حقونو د خوندي ساتلو په لړ کې ډیر پرمختګ شوی، خو د دغې د قایم ساتلو لپاره ډیر لږ څه شوي دي. او که د دغه حقونو د خوندي ساتلو په اړه څه ونه شي نو په راتلونکې کې ګرانه ده، د افغانستان دستور د ښځو پرضد د تشدد خلاف کوټلې قانون سازي ولري.

په افغانستان کې وسلوالو طالبانو په خپل وخت کې نجونې له تعلیمه بې برخې کړې وې، ښځې د کار ځایونو او یا د صحت مرکزونو ته نه شوې تللای ، او ددې سره سره یو شمیر نور بندیزونه هم د ښځو په تګ راتګ لګول شوې وو.

د افغانستان د ۲۰۰۴م کال په اساسي قانون کې ښځو ته یو شان حقونه ورکړل شوی دي ، او په ۲۰۰۹م کال کې داسې یو قانون هم پاس کړل شو، چې ترمخې په دغه هیواد کې د ښځو پرضد دتشدد مخ نیوی وشي. په دغه قانون کې د نجونو په وړوکي عمر کې او په زور د واده کولو، له هغوی سره د زور زیاتي او یا پرې د تشدد کولو خلاف سزا ګانې ورکړل کیږي. ددې قانون سره په سکولونو کې د ماشومانو جینکو شمیره هم د پخوا زیاته شوه، او ورسره د ماشوم په پیدا کیدو کې د مور د مړینې شرح هم راټیټه شوه.

نیویارک تایمز لیکي، په افغانستان کې اوس هم تر نیمايي زیاتې نجونه له سکولونو بهر دي، او په دې لړ کې لا ډیر کار پاته دی، او ډیرې داسې دي، چې د کالجونو نه د فارغه کیدو لپاره به ډیرې هڅې کوي. په دغه هیواد کې په نجونو اوس هم تعلیمی ادارو ته د تګ په وخت حملې کیږي، په اوبو کې یي زهر اچول کیږي، او په مخونو یي تیزاب پاشل کیږي، چې داشان دوی له تعلیمه لرې وساتل شي.

د بشري حقونو اداره، هیومن رایټس واچ د یوې وروستۍ څیړنې ترمخه چې پکې یي اته پنځوس ښځو او نجونو سره په افغان جیلونو کې خبرې کړي دي. دغه څیړنه ښایي، تر نیمايي زیاتې ښځې په داسې جرمونو کې قید دي ، چې له سره جرم نه ګڼل کیږي، لکه د یو داسې ځایه تښتیدلې ، چې هلته د یو ناوړه کار لپاره په زور مجبوره کړل شي، په زور د واده د مسلې ، او یا د تشدد له عمله یي کورونه پرې اېښي دي، اوس له دې عمله په جیلونو کې ژوند کوي. د هیومن رایټس واچ دا رپوټ دا هم وایي د داسې ښځو سره د پولیس رویه هم خرابه وي، او د عدالت لخوا هم ورسره انصاف نه کیږي.

نیویارک ټایمز لیکي، افغان ولسمشر حامد کرزي د ښځو پرضد د تشدد د قانون د عملي کولو لپاره ډیر لږ څه کړي دي. د افغانستان په اړه د ټوکیو په کنفرنس کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن ویلي وو، دوی به د افغان نجونو او ښځو د حقونو خوندي ساتل یقینې کوي، او ورځپاڼه لیکي ، باید په دې لړ کې افغان حکومت او نړیوال هیوادونه خپلې وعدې عملي کړي.

XS
SM
MD
LG