د لاسرسي ځای

تازه خبر

او ای سي د شام غړیتوب وځنډولی



ژباړه: هارون باچا


فرانس پريس خبري اژانس په خپل رپوټ کې ليکي، د اسلامي همکارۍ تنظيم، چې د نړۍ د ۵۷ مسلمان هېوادونو نماينده تنظيم دی، په دغه ډله کې د شام د غړيتوب د ځنډولو په ترڅ کې يې د بشارالاسد حکومت ته يو مضبوط پيغام ورکړ .

د ياد تنظيم له غونډې وروسته په خپره کړل شوې اعلاميه کې په شام کې د ولسي وګړو په بې رحمانه وژنو سخته اندېښنه ښودل شوې، او دغلته روانو د تشدد د پېښو په سمدستي توګه د له مينځه وړلو غوښتنه شوې ده .

دایران خارجه وزير علي اکبر صالحي ، د شام د غړيتوب ځنډولو پرېکړه غندلې او ويلي يې دي چې د دې هېواد د مسالې د حل په لړ کې به ګټه وره ثابته نه شي .


اژانس د اسلامي همکارۍ د تنظيم د مشر ايکميليدين احسانوګلو يوه خبري کنفرانس ته کړې وينا راخيستې چې ويلي يې دي، دا نړۍ نور داسې يو حکومت منلو ته تياره نه ده کوم چې د خپلو خلکو پر ضد هوايي جهازونه، ټانکونه او توپخانې کاروي او وژني يې .

نوموړي زياته کړې د شام د رکنييت د ځنډولو د پرېکړې په ترڅ کې يې نړيوالې ټولنې ته واضح پيغام ورکړ چې مسلمان هېوادونه د شام د مسالې د يوه سوله يزه حل طرفدار دي او نه غواړي چې دغه کشاله د ملتونو تر مينځ د يوې مذهبي شخړې د راپورته کېدو لامل شي، او اغېزې يې د سيمې هېوادونو ته وغځېږي .

په عين وخت کې د امريکا د خارجه وزارت وياندې ويکټوريا نيولينډ په واشنګټن کې يوه مطبوعاتي کنفرانس ته په وينا کې د او ای سي د شورو د ورځې پرېکړه ستايلې او ويلي يې دي چې په ترڅ کې يې د اسد رژيم نور هم ګوښه او د شام د خلکو د جمهوريت د هيلو لا ډېره حمايه وشوه .

د اسلامي همکارۍ د تنظيم په اعلاميه کې د ملګرو ملتونو په امنيت شوری غږ شوی چې په شام کې د روان تاوتريخوالي او وينې تويدنې د ودرولو په لړ کې خپلې ذمه وارۍ په بشپړ ډول سر ته ورسوي .

د او ای سي په غونډه کې، چې د سعودي عرب باچا عبدالله يې مشري کوله، د ايران ولسمشر احمدي نژاد هم ګډون درلود . ايران چې د شام د حکومت يو له نيږدو ملاتړو هېوادو يادېږي، خارجه وزير علي اکبر صالحي يې، د شام د غړيتوب د ځنډولو د او ای سي پرېکړه غندلې او ويلي يې دي چې د دې هېواد د مسالې د حل په لړ کې به ګټه وره ثابته نه شي .

د فرانس پريس اژانس په خبره، له تېرو څو مياشتو راهيسې چې په شام کې ګډوډي رامينځ ته شوې، د سيمې دوو غټو طاقتونو، سني سعودي عرب او شيعه ايران ته د خپل مينځيو سیاليو د پر مخ بېولو لپاره يو نوی محاذ په لاسو ورغلی .

اژانس پروسږ کال د عرب ليګ له خوا د شام پر ضد اخيسل شوي د ورته اقدام په يادولو ويلي چې د اسلامي همکارۍ د تنظيم د پرېکړې اغېزې به تر ډېره سېمبولېکې وي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG