د لاسرسي ځای

د منهاس هوايي اډې موقعیت او د حملې نوعیت ته کتنه




پامیر ساحل

د پاکستان د هوايي ځواک پر یوه لوی مرکز بېګا د پیشلمي پر وخت وسله والو حمله کړې ده او د دې مرکز د هوايي څار څانګې پر الوتکو یې ډزې وکړې. د پنجاب د کامرې پر منهاس هوايی اډې په دې حملې کې نهه وسله او یو د هوايي ځواک سرتېری وژل شوی دی.

د پاکستان په کامره کې د هوايي ځواک پر اډې په شوي برید کې د هوايي پوځ ځینې سرتېري ژوبل شوي هم دي.

هلته یو کلی دی چې پېنډ سلیمان مکن نومېږي. د ده په خبره، وسله وال له هم هغه کلي راغلي دي او د مرکز له دېواله ور اوښتي دي.


په اډه کې د هوايي ځواک یوه افسر د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل دا دویم ځل دی چې وسله وال د دې هیواد د هوايي څار مرکزونه په نښه کوي. ده وویل تر دې مخکې وسله والو په کراچۍ کې د بحري ځواکونو د هوايي څار پر مرکز حمله کړې وه او دا ځل یې د منهاس په اډې کې د الوتکو پر تمځي او د هوايي څار پر مرکز حمله وکړه.

له دې افسر سره مو د خبرو پر مهال ترې وپوښتل چې دا وسله وال څنګه د کامرې دې اډې ته ورننوتل؟ دی وايي، له هغه ځایه چې وسله والو حمله کړې ده هلته یو کلی دی چې پېنډ سلیمان مکن نومېږي. د ده په خبره، وسله وال له هم هغه کلي راغلي دي او د مرکز له دېواله ور اوښتي دي.

د پاکستان د هوايي ځواک دې افسر وویل، په حمله کې د دوی یو سرتېری وژل شوی دی او یوې الوتکې ته تاوان رسېدلی دی. ده وویل، ټول وسله وال یا خو په خپلو ځانمرګو چاودنو کې وژل شوي او یا هم د هوايي ځواک د پوځیانو په ډزو کې.

د هوايي پوځ افسر وايي، د کامرې د منهاس دا اډه د پاکستان د هوايي ځواک د ملا تیر ګڼل کېږي. ده وویل دلته یوه لویه کارخانه ده چې په کې ایف اوولس او معراج جنګي الوتکې جوړېږي.

د ده په خبره، د وسله والو دا حمله په ناخبرۍ کې شوې ده او تر دې مخکې هیڅ داسې اطلاع نه وه چې وسله وال به دلته حمله کوي. ده وویل، هر کله چې د دوی ځواک ته د حملو په اړه مالومات ور رسېږي نو بیا د منهاس په دې اډې کې د ګواښ خبرداری ورکول کېږي او د امنیت بیل ډول ګامونه اخیستل کېږي چې دا ځل هیڅ داسې خبرداری نه وو ورکړل شوی.

تېر کال هم وسله والو په کراچۍ کې د بحري ځواک پر لویې اډې حمله کړې وه او په ۲۰۰۹ز کال کې یې په راولپېنډۍ کې د پاکستان د پوځ پر سر دفتر برید کړی وو.

XS
SM
MD
LG