د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر منهاس هوايي اډه حمله، نهه تنه بریدګر ووژل شول





د پنجاب له اټک ښار سره نزدې په کامره کې د پاکستاني پوځ په منهاس هوايي اډه کې د نامعلومه وسله والو برېد کې د بریدګرو په ګډون لس تنه ووژل شول. له مشال راډيو سره په تلیفوني خبرو کې د تحریک طالبان پاکستان ویاند احسان الله احسان د برید پړه پر غاړه واخیسته.

د پاکستاني فضايي ادارې وېاند طارق محمود رسنیو ته وویل، چې بېګاه شپه خواشا د دوو بجو پر وخت نزدې نهه تنه بریدګرو په هوايي اډه برید وکړ چې په کې اته تنه شرخوښي په هوايي اده کې د برید پر مهال ووژل شول او یوه یې له اډې بهر خپل ځان په چوونکیو توکیو والوزولی.

د هغه په خبره د دواړو خواوو په ډزو کې د هوايي ځواک یو امنیتي اهلکار وژل شوی او دوه تنه نور ژوبل شول.

د وياند په وېنا دې پوځي هوای اډه باندې يو شمېر جنګي الوتکې ولاړې دی او دا د الوتکو جوړولو مرکز هم دی. د برید پر مهال دغلته ولاړه یوه الوتکه هم زيانمنه شوېده.

چارواکو ويلي چې بريدکوونکو سره جديدې وسلې وي او ځانمرګي واسکټونه يې اغوستي وو.

وياند وايي دا وخت د اډې دننه او بهر د لټون کار روان دې او فضایي څارنه هم کېږي. ده وویل چې د لټون عملیاتو کې یې یو شمېر چونکي توکي هم موندلي دي.

د مشال راډیو له خبریال سراج ظهیر سره په خبرو کې د دفاعي چارو څېړونکی ريټایرډ بريګيډیېر محمد سعد وویل چې پاکستان دا وخت په حالات جنګ کې دی او باید چې ټولې امنیتي ادارې هر وخت چټک او چمتو اوسي.

نوموړی زیاتوي پر هوايي اډه د برید منصوبه په دا بیګا شپه نه ده شوې بلکې ددې لپاره به ترهګرو له څو ورځواراهیسې پلان جوړ کړی وی او دا سیمه به یې څارلې وي او له هغه وروسته یې برید کړی دی. نو په دې کې د پاکستان د استخباراتي او امنیتي ادارو کمزوري ښکاري چې ددغه ډول حملو وار دمخه مخنیوی نه شي کولای.

د مشال له خبریال سراج ظهیر سره د پاکستان یو بل سیاسي شنونکي سيد نظير وويل چې دا حمله د پوځ د جنرل هيډ کواټر او د کراچۍ د مهران هوايي اډې په څير وه.

او دا هوايي اډه د پاکستان لپاره ډير ارزښت لري خو دلته د هوايي ځواک اهلکارانو ډيره مېړانه ښودلې ده چې دا بريد یې ناکامه کړو ګني ډير لوی زيان به اوښتی واﺉ.خو يوه کمزوري له دوی شوې چې دوي ته استخباراتي ادارو ويلي هم وو چې د روژې په ٢٧ مه به بريد کيږي او دوی بيا هم دا هر څه په نظر کې ونه ساتل او بله داچې د دې اډې شاته يو کلی هم دې نو کيدای شي دا ترهه ګر له دغه خواو راغلي وي.

د پاکستان صدر اصف علي زرداري د دې پيښې غندنه کړيده او ويلي یې دي چې دوی له دا قسمه پيښو نه ويريږي او دوی به د يو یو تره ګر تر ختمولو پورې خپل جنګ جاري ساتي.

بل پلو د پاکستان د دفاعي چارو وفاقي وزير نويد قمر له دې پيښې روستو د پاکستان په ټولو هوایي ډګرونو د چټک او چمتو پاتې کيدو حکم ورکړی دى.

XS
SM
MD
LG