د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر زرداري له خپل افغان سیال سره لیدلي


د پاکستان صدر آصف علي زرداري پرون په سعودي عرب کې د خپل افغان سیال حامد کرزي سره ملاقات کړې دې، د صدر زرداري د دفتر لخوا جاري کړې شوې خبر پاڼه وايي دواړو مشرانو دغه ملاقات په مکه کې د اسلامي همکارۍ د تنظیم دغونډې په څنګه کړی دی چې دسعودي عرب باچا عبدالله په موجوده دور کې دامت مسلمه په مسایلو د بحث لپاره رابللې ده.

د پاکستاني صدر او افغان ولسمشر ترمنځه دې ملاقات کې په دوه اړخیزه معاملو خبرې اترې وشوې چې پکې د پولې پورې غاړه بریدونه هم تر بحث لاندې راغلل.

صدر زرداري په دغه موقع ویلی چې دوی به د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره هر ډول مرسته کوي ځکه چې دې سره به په پاکستان کې هم امنیت او ثبات راځي.

بلخوا د افغانستان په مشرقي برخه کې یو افغان چارواکې وايي پرون د پاکستان لخوا د پولې پورې غاړه بمبارۍ کې لږ تر لږه یو افغان سرحدي عسکر وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG