د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اختر په خوشالو کې د هلکانو ونډه




رابعه اکرم - مشال راډيو

پراګ:- که څه هم اختر راروان دی او خلک د اختر په خوشالو کې د برخي اخېستو لپاره ځان ته جامې،پيزار او په خاص توګه ښځې کالي پترې او نور د سينګار څېزونه اخلې نو هم دغه رنګ هلکان هم غواړي چې په دې کې پوره پوره ګډون وکړي.خو د نه پېسو له وجې یې تل ارمانونه نیمګړي پاته شي.

خو یو شمېر ځوانان هلکان بیا داسې دي چې د اختر له رانزديکېدو سره سم یې د ګټې وټې په خاطر په بازارونو کې سټالونه لګولې دې، ځینو هلکانو هداسې سټالونه د اسلام آباد په بازارونو کې هم لګولي دی چې پکې د جېنکو لپاره د نکريزو،بنګړو او د ډول سينګار ېو شمير شيان خرڅوي او دا شان ځان ته د اختر د خوشالو لپاره پيسې ګټې.

زموږ خو کار روزګار دا دې خو خپل کلي کې مو په روژه کې کار خراب شي،نو بيا دلته سټال ولګوو،دلته خلک بنګړې خوښي نو خرڅ يي زيات دی،شته من خلک ډېر دي،که یې په خپلو علاقو کې يي خرڅوو نو په خپل خريد يي هم خلک نه رانه اخلي،نو دلته که موږ ته زر روپو پسي څلور پنځه سوه روپۍ پاتي شي نو اختربه مو ښه تېر شي


اسلام اباد جناح سوپر مارکيټ کې له کوټې سره تعلق لرونکي لاله خان سټال لګولی دی، هغه وايي چې له تېرو دوو کالو راهسي بېروزګاره دی خو خپل محنت نه پرېږدې ځکه چې دې ګرانې کې چاته لاس نشې نېولای.

،،بس محنت ښه شې دې برکت پکې وي،خلک د بې روزګارې له وجې سټالونه لګوي،لږ ډېر روزګار ورته ترلاسه شي،موږ خپل سټال کې مختلف شېان لګولي دي چې پکې د افغانستان ،پاکستان او تايلېنډ کالي پتري دى، اوس زموږه ګټه ښه ده ولې چې سوداګانو لپاره خلک ډېر راروان دې ،،

د چارسدې اوسېدونکی رياض خان وايي چې لږې آمدنۍ له وجې يي د مختلف قسمه بنګړو او کړو سټال لګولی دی،هغه وايي چې د خپلې علاقي په نسبت دوی دلته لږه ډيره ګټه کوي.

،،اسلام اباد مشهور مارکيټ دی هر رنګه ګیراکان راځي، د خپل دکان په نسبت مونږ ته دېرش څلويښت فيصدي ګټه کېږې،هر کال زه سټال لګومه ،نو داسي د خپلو کورنیو د اختر ضرورتونه پوره کوو،،
که یو خوا خلک د خپلو مجبوریانو له وجې سټالونه لګولې دې نو بلخوا په دغه مارکيټ کې د چمن د سيمې سره تعلق لرونکې عبدالهادي یو داسي ماشوم دی چې په خپل شوق یې د خپل پلار د دوکان مخې ته د رنګا رنګ کړو سټال لګولی دی.

،،زه د درېم ټولګې زده کونکې ېمه،نن صبا مې چټېانې دې،اختر نه پس به سکول ته ځمه، زه چې لوی شمه نو ځان ته به دوکان پرانيزمه،دې سټال نه ماته ګټه کېږې ،،

د نوښار اوسېدونکی شهنشاه چې په خپل سټال کې بنګړې او نکرېزې خرڅوي وايي، له خپله روزګاره خوشاله ښکاري.

،،زموږ خو کار روزګار دا دې خو خپل کلي کې مو په روژه کې کار خراب شي،نو بيا دلته سټال ولګوو،دلته خلک بنګړې خوښي نو خرڅ يي زيات دی،شته من خلک ډېر دي،که یې په خپلو علاقو کې يي خرڅوو نو په خپل خريد يي هم خلک نه رانه اخلي،نو دلته که موږ ته زر روپو پسي څلور پنځه سوه روپۍ پاتي شي نو اختربه مو ښه تېر شي،،

د سټال لګونکو وینا سره سم که حکومت دې اړخ ته که یو څه پام لرنه ورکړه نو د دوی د روزګار سره سره به حکومتي اقتصاد ته هم ګټه ورسي.

XS
SM
MD
LG