د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ایران پر وړاندې پوځي ګام به وروستۍ خوښه وي"


دامریکا ددفاع وزیر لیون پنېټا وايي، واشنګټن باور نه کوي چې ګنې اسرایل د اېټمي وسلو په سر په ایران د برید کولو فېصله کړې ده.

نوموړي وېلي دا خبره مهمه ده چې پوځي ګام به آخرنی کوښښ وي او زیاته کړې یې ده چې لاهم پر ایران د بندیزونو او سفارتی فشار اچولو لپاره کار کول دي.

پنېټا دا څرګندونې پرون له هغې ورسته کړې چې په دې ورستو کې یوه اسراییلي چارواکي دممکنه حملې په اړه خبرې کړې وې.

د تېر ګل په ورځ په واشنګټن کې د اسراییل استازي مایکل اورین د سي این این ټیلي وژن سره د مرکې پرمهال ویلي وو چې د پوځی عملیاتو لپاره وخت په نزدې کیدو دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG