د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د فاټا متاثرینو او پرمختګ لپاره دې فنډ جاري شي"





تر وفاقي انتظام لاندې قبایلي سیمو لپاره د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړو د پاکستان له وزیراعظمه غوښتنه کړې چې د ترهګرۍ ضد جګړې له لاسه د بې کوره شویو متاثرینو او هلته د بيا ودانې کارونو لپاره دې فنډونه جاري کړل شي.


له مشال راډيو سره په خبرو کې د فاټا پارليمانې ليډر منير خان اورکزي وويل چې له وزيراعظم سره په خبرو اترو کې یې په قبایلي سيمو کې د ترقياتي منصوبو په وخت مکملولو تر څنګ د سيمې ولس ته تعليمي او روغتیايی ( صحي) اسانتیاو په چارو هم خبرې وکړې.

قبایلي سیمې د ترهګرۍ ضد جګړې له وجې سخت ځپل شوې دي، له سیمې په لکونه خلک بې کوره شوي دي. هلته تعلیمي او نور پرمختايي کارونه په ټپه ولاړ دي.

د قبایلي چارو کارپوه محب وزير وایي، چې له تيرو پنځو کالو راهیسي د فاټا ولس د خپلو ټاکلو استازیو له خولې دا بیانونه اوري خو تر ننه پورې په فاټا کې هیڅ يوه غټه ترقياتي منصوبه سر ته نه ده رسولې. بلکې دوی له ولسمشر او وزيراعظم سره د خپلو فنډونو جاري کولو او ذاتي مفاداتو لپاره لیده کاته کوي.

محب وزير زياته کړه، تر څو چې د قبایلي سيمو د بي کوره شويو خلقو خبره ده نو خپله د فاټا منتخب غړو ته د هغوی کره شمېره معلومه ده او نه دا معلومات لري چې قبایلي سيمو کې څومره سکولونو ته زيان رسېدلی دی او څومره ماشومان د سکولونو د تباه کېدو له وجې متاثره شويدي.


احمد الله- مشال ريډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG