د لاسرسي ځای

د افغان سولې یو بل لوی خنډ القاعده ډله ده


د القاعده مشر ایمن الظواهري

د القاعده مشر ایمن الظواهري

ژباړه: بشیر ګواښ

د ډيلي بیسټ ډاټ کام (thedailybeast.com) ویب سایټ په خپله يوه مقاله کې ليکي چې افغان طالبان له القاعده جنګياليوو ستړي دي. په مقاله کې ويلي شوي چې القاعده ډله د افغانستان د سولې په بهير کې يو لوی خنډ دی.

ډيلي بیسټ ډاټ کام ليکي چې کله د طالبانو د وخت پر خزانې وزير اغاجان معتصم په کراچۍ کې ناتاره ډزې وشوي او هغه يې د مرګ تر پولې ورساوه نو که څه هم نوموړي يې پړه پر القاعده وانه چوله خو د هغه ملګري په دې کې هيڅ شک نه لري چې دا کار چا کړی وو. په مقاله کې راغلي چې معتصم پر خپلو ملګرو طالبانو ټينګار کړی چې القاعده سره دې اړيکې پرې کړي. ډيلي بيسټ ليکي چې معتصم ورسره د دې کال په لومړيوو کې په يوه خصوصي مرکه کې ويلي وو چې هغه به چپ پاتې نه شي. د نوموړي په وينا ډير طالب مشران غواړي چې جګړه پای ومومي.

ویب سایټ ليکي چې معتصم ته ډير ژر د القاعده يو مشر پيغام وروليږه چې د سولې په اړه خبرې کول دې بس کړي او د طالبانو او القاعده ډلې اوږدې اړيکې دې نه خرابوي خو نوموړی په دې اړه چپه خوله پاتې نه شو. اغاجان معتصم ويلي چې افغانستان کې د سولې پر سر جوړ جاړي ته د رسيدلو په مخ کې القاعده ډله لوی خنډ دی. هغه زياتوي چې دا نړيواله ترهګره ډله د طالبانو مشرانو ته لاس رسی لري او د ګواښونو يا نورو لارو يې د سياسي روغې جوړې پر ضد قانع کولی شي.

ډيلي بیسټ ډاټ کام ليکي د ملاعمر ملګري طالبان د جګړې په اړه د لارښوونو او د دوی د سخت دريځ له وجې پر القاعده ډله تکيه کوي خو له سيمې څخه ویستل به يې بد ونه ګڼي. په مقاله کې راغلي چې په القاعده کې موجود پنجابيان او د نورو ځايونو بهرني جنګيالي د افغانستان په بیلابیلو سيمو کې د خلکو کلتور او رواجونو ته په سپکه سترګه ګوري. طالب جنګياليوو ډيلي بيسټ ډاټ کام ته ويلي که په کوم کلي کې د دوی د فعاليتونو لکه د ماینونو ایښودلو په اړه د يو کلي خلک افغان يا بهرنيوو ځواکونو ته خبر ورکړي نو القاعده غړي پر دوی زور راوړي چې پر دغه کلي دې راکټونه ووروي او د اولسي وګړو د وژنې په اړه پروا نه لري.

ډيلي بيسټ ډاټ کام ليکي چې طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره امريکا يو شرط دا ايښی چې دوی به د نړيوالې ترهګرې ډلې القاعده سره اړيکې پرې کوي. په مقاله کې راغلي چې د دې شرط پر سر جوړ جاړی نه شي کيدلی. د يادونې وړ ده چې د طالبانو مشر ملامحمد عمر په ۲۰۰۱ م کال کې پر افغانستان د امريکا له بريده مخکې هم پر القاعده ودريدلی وو او له هيواده يې د اسامه بن لادن له ویستلو انکار کړی وو.

د ډيلي بيسټ ډاټ کام په دې مقاله کې راغلي دا لا نه ده معلومه چې د طالبانو مشر په دې اړه څه فکر کوي خو اغاجان معتصم ورته ويلي چې که هغه د القاعده سره د اړيکو د پريکون په اړه کوم حکم جاري کړي نو دا به طالبان په څو برخو وویشي خو معتصم وايي په افغانستان کې د سولې لپاره ضرور ده چې طالبان له القاعده ډلې څخه په کرار کرار ځان بيل کړي.

XS
SM
MD
LG