د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې دوه پاکستاني عسکر او ګڼ وسله وال ووژل شو




د پاکستان استخباراتي ادارې یو چارواکي ویلي دغه پېښه پرون د نهې په ورځ د بره اورکزو ایجنسی په ښادیزۍ سیمه کې هغه وخت رامینځ ته شوه چې پوځ د وسله والو په یوې پوستې باندې برید وکړ.

په زخمیانو کې د پاکستاني پوځ يو کیپټن هم شامل دی. ټول زخمیان د پیښور سی ایم ایچ هسپتال ته وړل شوي دي. د چارواکو په خبره د یو شمېر ژوبلو کسانو حالت د اندېښنې وړ دی.

چارواکی زیاتوي چې دوی په ښادېزو سیمه کې د وسله والو ډولنی سر نومي پوسته قبضه کړې ده. په دې آړه د وسله والو لخوا تر ا وسه کوم دریځ مخې ته نه دی راغلی.

په اورکزوايجنسۍ کې له تيرو څو مياشتو راهسې پاکستاني پوځيان د وسله والو په ضد په عملياتو بوخت دي او دعوه کوي چې په دغه عملياتو کې د سلګونه مخالیفینو دوژل کيدو ترڅنگ دهغوی يو شمير سنګرونه هم له مينځه وړی دی.

ددې نه وړاندې ګول ټیګرۍ او چون ټیګرۍ پوستې پوځیانو د طالب وسله والو څخه نیولی وې. د کورمې علی شیرزو سیمې سره نیزدې په ښادیزۍ سیمه کې له پوستې نیولو پس اوس هم د وسله وال طالبانو مضبوطې ټیکانې موجودې دی.

په سیمه کې سمه بازار، غونډه مېله او قریشی چوک اوس هم د مخالیفینو په قبضه کې دی خو چارواکې زیاتوی چې د ډولنې سر نیولو پس اوس سیمه ددوی په قابو کې ده . په سيمه کې د بد امنۍ او سرکاري اجازت نه ترلاسه کيدو په وجه خبريالان نه شي کولاى چې دغه سيمې ته لاړشي او دروانې جگړې په اړه تصديق شوي معلومات مخې ته راوړي.

په دغه جگړه کې زياتره وخت دامنيتي سرچینو له لارې په ورکړل کيدونکو معلوماتو تکيه کېږي خو طالب وسله وال دامنيتي سرچینو له لورې مطبوعاتو ته دورکړل کيدونکو معلوماتو سره اتفاق نه کوي.

له بندوبستي سیمې هنګو، کورمې ایجنسۍ او خیبر ایجنسۍ سره په لګیدو اورکزو ایجنسی د پاکستان هغه قبائیلی سیمه ده چې په کې داوخت يو شمیر وسله وال ډلې فعالیتونه کوي. په سیمه کې د وسله والو خلاف د پاکستاني پوځ اپریشن پروسږ کال ( ۲۰۱۰( د مارچ میاشتې په ۲۳ نیټه پیل شوی وو چې لا هم دوام لري.

XS
SM
MD
LG