د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا ولس د بلدياتي نظام د اعلان هرکلی وکړ




د پاکستان د صدر اصف اصف علي زرداري لخوا د بلدياتي نظام د اعلان وروستو قبايلي ولسد خوشالۍ څرګندوي او وايي چې د ملک د نورو برخو په رنګ به په فاټا کې هم سياسي عمل پيل شي او د فاټا اولس ته به د دوی په درشل اسانۍ ترلاسه شي.

دې لړ کې له مشال راډيوسره خبرو کې د خيبر ايجنسۍ اوسيدونکې انور خان وايي چې ،، موږ د صدر صيب شکريه ادا کوؤ چې دا نظام يي تر فاټا پورې وغځاوه اؤ موږ هيله لرو چې د دې نظام لاندې به موږ ته نه يواځې په فوري توګه انصاف ترلاسه شی بلکې زموږ کشالې به هم زموږ چوڼ کړل شوي غړي په ښه توګه هوار کړي ،،

د موجوده حکومت دا ډير ښه ګام دى او اوس دې زر تر زره بلدياتي نظام فاټا کې عملي کړي

د متحده قبائيل ګوند چيرمين حبيب ملک اورکزی


د مومندو ايجنسۍ سره تعلق لرونکی سيد عالم وايي چې موږ د دې نظام هرکلې کوؤ او دا ځکه چې کله هم زموږ څه مسله راغلې ده نو د خپلې سيمې ايم اين اى او سنېټرانو سره ملاويدو لپاره اسلام آباد ته ځو او دغه رنګ نه يواځې زموږ خرڅې لګيږي بلکې وخت هم ډير ضائع کيږي،

نوموړې وايي چې دې نظام کې به اوس موږ پخپله د خپلو سيمو څخه خلک ټاکو اؤ هغوي به راته دا ستونزې هواروي.

د صدر اصف علي زرداري لخوا د بلدياتي نظام د اعلان په اړه ځينې قبائيلي مشران انديښنې لري او وايي چې په دې لړ کې یې دوی په اعتماد کې نه دي اخستي.

خان مرجان چې د فاټا ګرينډ الائنس مشراو د خپل کلي ملک هم دى وايي چې موږ د دې اصلاحاتو خو هرکلې کوؤ خو صدر اصف علي زرداري موږ سره لوظ کړې وو چې تر قبايلي سيمو پورې د بلدياتي نظام غځولو وړاندې به د فاټا د اولس سره صلا کوي.

د ده په وينا چې داسې ونکړل شول نو موږ دا وايو چې قبايل د جنګ په حالاتو کې دي نو لومړی دې په سيمه کې امن پځاي کړي او د امن روستو به په قبائيلي سيمو کې د اصلاحاتو دا عمل موږ ته قبول وي.

د قبايلي سيمې يو بل مشر اؤ د متحده قبائيل ګوند چيرمين حبيب ملک اورکزی وايي چې د موجوده حکومت دا ډير ښه ګام دى او اوس دې زر تر زره بلدياتي نظام فاټا کې عملي کړي خو دا نظام داسې پکار دى چې اولس ته ګټه ورکړي نه چې د تير په څير وي چې يواځې به يې ګټه پوليټيکل ايجنټ او مخصوص ملکانانو ته رسيدله او دوی به د خپلې خوښې کونسلران ټاکل او د عام د اولس ورته لاس رسي بيخي نه کيده.

حبيب ملک وايي که حکومت د خپلې خوښې کسان چوڼ کوي نو داسې نظام موږ ته نه دې پکار اؤ که د اولس په خوښه منتخب غړي راځي نو موږ غواړو چې زر تر زره دې دا نظام عملي کړي.

د يادونې وړه ده چې تير کال هم په څوارلسم اګست صدر اصف علي زرداري د فاټا لپاره قانون ايف سي ار کې د اصلاحاتو اعلان کړې وو.

احمدالله- مشال راډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG