د لاسرسي ځای

"په اخترونو کې مو مه هېروی"


د قبایلي سیمو کډوال

د قبایلي سیمو کډوال


منور شاه - مشال راډيو


پراګ:- د روزې میاشتې وروستۍ ورځې دي او وړکی اختر ته خلکو تیاریانې شورو کړي خو له قبایلي سیمو هغه خلک چې د تره ګرۍ خلاف د پاکستانیو پوځي عملیاتوله وجې بې کوره شوي په کېمپونو کې د کدوالۍ ورځې شپې سبا کوي، د دې لویې خوشحالۍ نمانځلو لپاره هیڅ انتظام نه لري او تمه کوي چې د حکومت او مرستندویه ادارو نه علاوه به عام ولس هم د اختر په خوشحالو کې دوی نه هېروي.

دجلوزو د کډوالو په کېمپ کې د ځنیو بې کوره شويو کورنیو ماشومانو له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، دوی نوې جامې، نوې څپلۍ او خواږه غواړي.

[شاکر مې نوم دی داختر لپاره هیڅ تیاري نشته، غواړمه چې په اختر کې مې نوې جامې او څپلۍ وي، دلوبو ګاډۍ واخلم اوپکار دي چې خواږه خواږه مټهایان هم وي—زما صایمه نوم دۍ اختر لپاره مې هیڅ نشته، نوې جامې، سینډل، بنګړي، ګډیانې اونکرېزې غواړمه ]

دا تنکي ماشومان حالاتوته نه ګوري خو خپل تنکي ارمانونه ترسره کول غواړي.
بلخوا د همدې ماشومانو پلار ملاخیل وايي چې هغه تل په اختر کې د خپلو بچو واړه واړه ارمانونه پوره کړي خو په دې حالاتو کې دوی ته بنیادي ضرورتونه رسول هم ډېر ګران دي.

[اختر کې به مو ماشومانو له جامې، پېزار او د لوبو شیان اخیستل، زامنو له به مو د لوبو ګاډۍ واخیستلې، لوڼو له به مو ګډیانې او نکریزې راوړلې او ټول کور مټهیان او وریژې وغیره راوړل. خو اوس په ازمیښت کې یو بس د خدای مرسته غواړو ]

ملاخېل وايي په موجوده وخت کې د حکومت او مرستندویه ادارو نه علاوه هیڅ وسیله نه لري.



د قدرتي آفتونو نظم صوبايي ادارې ویاند عدنان خان وايي دوی پوره کوشش کوي چې پخپلو محدود وسایلو کې د کډوالو لپاره د اختر د خوشحالو پوره کولو انتظام وکړي.

[په دې لړ کې دحکومت لخوا ډېر زیات انتظامات نشته ځکه چې وسایل ډېر کم دي او زموږه اولنۍ ترجیح دا ده چې کډوالو ته بنیادي ضرورتونه یانې خوراک او دارودرمل ورسؤ. خو بیا هم زموږ دا کوشش دې چې دنړیوالو ادارو په مرسته به د بې کوره شوو خلکو لپاره خامخا څه کؤ. چې دوی د اختر د مبارکې ورځې د خوشحالیو نه محرومه پاتې نشي.]

عدنان خان زیاتوي، د حکومت او مرستدویه ادارو نه علاوه په شته منو خلکو هم حق جوړیږي چې داختر په خوشحالو دا کډوال یاد وساتي او ممکنه مرستې ورسره وکړي.

XS
SM
MD
LG