د لاسرسي ځای

تازه خبر

"قبایلي ولس به ژر د نور پاکستان غوندې نظام ولري"


د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري





د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په قبایلي سیمو کې د راتلونکې کال لپاره د بلدیاتي نظام د متعارفولو اعلان وکړ.

د ایوان صدر لخوا جاري شوي خبري پاڼي تر مخه ولسمشر زرداري دا اعلان د پاکستان د خپلواکۍ په ۶۶م کالیزې په ترڅ کې یوې غونډې ته په خپله وینا کې وکړ.


نوموړي وویل، چې راتلونکی کال به قبایلي سیمې د خپل ولس له غوښتنو، دودنو او رواجونو سره سم خپله ځايي حکومتداري ولري. دا مو د ولس، امن او د ملک او سیمې د استحکام په ګټه ده، چې دغه سیمې په پراخ ملکي نظام کې راسره یوځای شي.

قبایلي ولس د ایف سي ار په نامه زوړ او وروست ځورونکی قانون غندي چې په دې کې هیڅ قضايي چوتره نشته چې د انتظامي چارواکو له خوا د دوی د ناروا نیولو خلاف غږ پورته کړي.


ولسمشر ویل ، دا پریکړه د هغه هڅو په ترڅ کې شويده چې د دغه سیمو خلک د قامي ژوند نظام ته رواړل شي. ولسمشر زرداري د پارلیمان د عزت او احترام محفوظه ساتلو غوښتنه هم وکړه.

د اعلامییې له مخې د صدر آصف علي زرداري ویاند فرحت الله بابر وویل چې پروسږ کال هم ولسمشر د فاټا یوه پېړۍ زوړ ایف سي آر قانون کې د ترمیم راوستو اعلان وکړ، چې دغه سیمو ته انتظامي، قضايي او سیاسي نظام وغځول شي.

دده په خبره ولسمشر بیا په فاټا کې د ۲۰۰۲م کال د سیاسي ګوندو قانون غځولو اعلان وکړ چې په دې سره به ټول سیاسي ګوندونه ددې جوګه شي چې په قبایلي سیمو کې د غونډو او جرګو په کولو سره ولس ته خپل پیغام ورسوي.


فرحت الله بابر زیاته کړه چې په فاټا کې د لاګو ایف سي آر (فرنټییېر کرایمز رېګولېشن) د اصلاح کولو موخه دا ده چې دا قانون د خلکو بشري حقونو ته جوابده شي، ددغه ترمیماتو په مټ قبایلي ولس او سیاسي ګوندونه د دې جوګه کول دي چې هلته د تندلارو وسله والو ډلو د یو اړخیزه پروپېګنډې چې په زوره پر ولس خپله فکري اجنډه تپل غواړي مخه ونیول شي.

دده په خبره ایف سي آر قانون ترمیم شوی چې په کې په بې درېغه د خلکو نیولو مخه نیول شوې او بې له ضمانته په حراست کې ساتلو قانون هم له مینځه ولاړ.

قبایلي ولس د ایف سي ار په نامه زوړ او وروست ځورونکی قانون غندي چې په دې کې هیڅ قضايي چوتره نشته چې د انتظامي چارواکو له خوا د دوی د ناروا نیولو خلاف غږ پورته کړي.

د ایف سي آر قانون لاندې به قبایلي کسان عدالت ته له وړاندې کېدو پرته په کلونو کلونو په جیل کې پراته وو. ددې قانو له مخې یو تن لږ تر لږ تر درو کلونو پورې زندان ته اچول کېدۍ. او پخوا خو ښځې او ماشومان هم ددغه تور قانون شکنجه شوي او جېلونو ته استول شوي دي.

د ولسمشر ویاند فرحت الله بابر وايي په ایف سي ار کې یو بل لوی بدلون په قبایلي سیمو کې د قضايي سیسټم معرفي کول دي.

XS
SM
MD
LG