د لاسرسي ځای




پېښور کې مېشت د باړې اوسېدونکي د ګاړو کرایې دومره زیاتې شوې چې خپلو سیمو ته په ضروري کارونو پسې نه شي تلای. د دوی په خبره یو خوا کرایه زیاته اخیستل کېږي او بلخوا لارې ګودرې ورانې دي چې پر وخت تر منزله نه شي رسېداﺉ. دوى وايي چې د لسو روپو په ځای ګاډي څلوېښت روپۍ کرايه اخلي او بلخوا د جوړ ناجوړه د وړلو دپاره د ګاډو کمي یې هم ژوند ګران کړی دی.

يو تن مشال راډيو ته وايي، چې وړاندې به لس روپۍ کرايه وه او اوس ګاډي څلوېښت روپۍ اخلي.

د باړې سره تعلق لرونکى په پېښور کې مېشت يو زده کوونکی ګلاب شاه وايي چې د زياتي کرايي او په لاره د ورانو پلونوله کبله د دوی له پاره سکولونو تګراتګ ګران شوی دی.

دباړې اوسېدونکي نظر امين مشال راډيو ته وويل، چې دغه ټرافيکي ستونزو د دوی د رنځورانو ډاکټر ته په وړوراوړو کې مشکلات پيدا کړي دي.

خو د ګاړو مالکان وايي د تېلو او ګاړو قیمت اسمان ته ختلی چې له وجې یې دوی کرایه هم زیاته کړېده.

پېښور کې مېشت د باړې د اوسېدونکو په وينا او غوښتنه بايد سرکار د روانې ګراني مخه ونیسي چې خپلو سیمو ته یې په تګ راتګ کې اساني وي.

محمداسرار اتل - پېښور

XS
SM
MD
LG