د لاسرسي ځای



د ننګرهار ولایتي چارواکی وايي چاودنه نن سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د عیدګاه مسجد او غفار خان پارک تر منځ پر غځيدلي سړک رامنځته شوه.

د ولایت ویاند احمدضیا عبدالزی وايي چاوديدونکی توکی په یوه ریکشه کې ځای پر ځای شوي و،چې له امله يې څلور تنه د عدليې ریاست کارکوونکي او یو تن عام وګړی،چې د ریکشې ډریور و ټپيان شوي دي.

د نوموړي په خبره په چاودنه کې دوه موټران او دوې ریکشې ویجاړې شوې دي.

په سیمه کې عينې شاهدان وايي هغه ریکشه،چې چاودیدونکي توکي په کې ځای پر ځای و،له وخته راهیسې ولاړه وه،د دوی په خبره په سیمه کې نورو موټرو ته هم سرسري زیان اوښتی دی.

((د پېښې عیني شاهد: ډير خراب کړنګ يې وکړ،دا موټر هم ولګید لاس مې هم ولګید،او هغه بم،چې و،شاته یوه ریکشه پرته ده په هغې کې ،ځکه چې د ریکشې هیڅ نه دي پاتې.
عینې شاهد: زما له یوه ملګري سره په بالښت باندې لانجه وه،چې یوه دم درز شو بم والود،موږ چې بهر راووتلو تیاره وه،هیڅ راته نه معلومیدلو، او موږ هلته موټرې درولې وې،هغه مو بوتلې خو د ځينو موټرو شیشې ماتې کړې وې او زموږ د ملګري یو موټر بیخي په کې ویجاړ شو)).

تر دې مهاله ددې چاودنې پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې. ننګرهار،چې په تير کې ارامه ولایت بلل کیده،اوس ددې ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د غلچکي بریدونو،د ځای پرځای شویو ماینونو له امله د چاودنو او په مرموز ډول د خلکو وژنو پيښې زیاتې شوي.

دوه ورځې وړاندې په یاده ناحیه کې په یوه کور کې،چې مجرادان اوسیدل یو تن وژل شوی او بل ټپي و.

XS
SM
MD
LG