په کابل کې ځینو چارواکو مشال راډیو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، له ملا برادر سره د افغانستان لخوا ورغلي یوه پلاوي په پاکستان کې لیدلي دي.
د دې ملاقات پخلی د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک هم له رویټرز خبري اژانس سره د خبرو پر وخت کړی دی.
ورځې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي ول چې د بندیانو د تبادلې په اړه له افغانستان سره خبرې روانې دي.
په پېښور پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو د څانګې استاد ډاکتر اعجاز خان مشال راډیو ته وویل، په افغانستان کې د سولې عمل روان دی، دی وايي که څه هم د پاکستان لخوا له ملا برادر سره د ملاقات عمل یو علامتي کار دی خو ښه عمل دی.
دی وايي، داسې ښکاري چې دواړه هیوادونه دې نتیجې ته رسېدلي دي چې باید د سولې بهیر پر مخ روان و اوسي.
خو په کابل کې د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر غفور لېوال وايي، که له ملا برادر سره لیدل وشي هم نو دا ګټوره خبره ځکه نه ده چې نوموړی په جګړه کې نه دی ښکېل.
په کابل کې د سیاسي چارو کار پوه وحید مژده هم له غفور لېوال سره همنظره دی او وايي ملا برادر نور د ارزښت وړ نه دی پاتې.
غفور لېوال وايي، پاکستان هیڅ کله داسې اقدام نه دی کړی چې واقعاً د افغانستان د سولې په بهیر کې مرسته وکړي.
د چارو کار پوهان په دې اند دي چې له ملا برادر سره د ملاقات تر دوه میاشتې وروسته په ډاګه کېدل، او بیا د افغانستان د سفارت لخوا د دې ردول ډېر ابهام پیدا کوي او په غوڅه توګه نشي ویل کېدای چې په سیمه کې د سولې راوستو له پاره داسې هلې ځلې به څه مثبته نتیجه ولري. البته ټول کار پوهان په دې سره سلا دي چې ملا برادر اوس دومره مهم کس نه دی څومره چې دی په پاکستان کې تر بندي کېدو مخکې وو.