د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اولمپیک لوبې په خیر خیریت پای ته ورسېدې


ژباړه: هارون باچا


ايسوشي ايټيډ پريس اژانس ليکي د اولمپېک لوبو د امنيتي عملياتو بريا کومه حادثه نه، بلکې د بريتانيا د امنييتي او استخباراتي ادارو د کلونو د خوارو زارو نتيجه ده . اژانس زياتوي په تېر ۲۰۰۵ م کال کې، يوه ورځ وروسته له هغې چې د ۲۰۱۲ م کال د اولمپېک د لوبو په بريتانيا کې د کېدو فيصله وشوه، د دې هېواد خپلو ځان مرګو بريدګرو د لندن په ښار کې د ګڼې ګوڼې يو ځای په نښه کړ .

په دې هېواد کې د امنيت يو همېشنی خطر شتون لري او دا چې موږ بايد ويښ ورته واوسېږو .

نیک هربرټ

تر پېښې وروسته د بريتانيا امنييتي او استخباراتي ادارو ته زياتې پيسې او لا ډېر وسايل ورکړل شول، چې همدغه د روانې اګست مياشتې په ۱۲ مه نېټه پای ته د رسېدونکيو لندن اولمپیک لوبو د خونديتوب غټ لامل وګڼل شو .

خو په داسې حال کې چې تر اولمپیکه وروسته پيل شوي جشنونه ټاکل شوې د راروانې سيپټمبر مياشتي پور ې وغځېږي، د بريتانيا امنييتي چارواکي وايي چې د دوئ کار لا هم سر ته نه دی رسېدلی . اژانس د بريتانيا د پوليسو د وزير نیک هربرټ له خولې ليکي ، په دې هېواد کې د امنيت يو همېشنی خطر شتون لري او دا چې موږ بايد ويښ ورته واوسېږو .

اژانس پر مخ ليکي، د عراق او افغانستان په جګړو کې د امريکا د کلکې ملګرتيا له کبله بريتانيا د اسلامي ترهګرو ډلو د عملياتو لپاره يوه عمده هدف وګرځېد . دغه راز وييل شوي چې په ۲۰۰۶ م کال کې د امريکا او بريتانيا تر مينځ د پرواز کوونکو جهازونو په بمونو سره د اولوزولو د دسيسې په شمول يو شمېر نور ترهګر پلانونه د بريتانيا په خاوره شنډ کړل شول . د دغو دسيسه ګرو تعلق وايي چې د بريتانيا له يوې غټې مسلمان ابادۍ سره دی، چې ورڅخه يې څه د باندې یوميليون مسلمانان په يوه او يا بله حواله له پاکستان سره اړيکې لري .

د ای پي په ليکنه، که څه هم د لندن د لوبو د په نښه کولو کومې باوري او مشخصې دوسيې مخې ته را نغلې، خو د لوبو تر پيل مخکې د بريتانيا پوليسو يو شمېر مشکوک ترهګر ونيول، چې ورڅخه ډېری يې بيا وروسته پرېښودل .

اژانس په دې وروستيو کې د القاعده پر ضد د بريدونو او په ترڅ کې يې د دې شبکې د يو شمېر مهمو مشرانو د وژل کېدو پېښو ته په اشارې ليکي چې له کبله يې د القاعده دا وړتیا چې د اولمپېک د وروستيو لوبو د ميدان په څېر کوم غټ هدف په نښه کړي، تر ډېره ټکڼی شوی دی .

د نومن بينوټمين په نوم يو پخواني جهادي تن، چې له القاعده سره يې اړيکې درلودې او دا مهال د لندن په کويليم فاونډيشن کې د څېړنکار په حيث دنده ترسره کوي، هم له اې پي سره په خبرو کې منلې چې د القاعده لپاره په بريتانيا کې حمله کول ګران شوي . خو نوموړی بيا دې خبرې منلو ته تيار نه دی چې ګواکې القاعده به په نيږدې راتلونکي کې د لويديځ پر ضد له بريدونو کولو لاس واخلي .

XS
SM
MD
LG