د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لندن اولمپک پرتمین پای،راوډیجینېرو نوی کوربه




د برتانییا په لندن کې د ۲۰۱۲م کال د اولمپیک لوبې په خوښیو او هایهوم سره پای ته ورسېدې او د اولمپک جنډه د راوډیجینېرو ښار چارواکو ته وسپارل شوه.

د لندن اولمپیک لوبو پای په اولمپک لوبغالي(سټيډيم) کې په يوه زړه کښونکو مراسمو کې وشو چې په کې څه باندې څلور زره هنرمندانو د خپل فن مظاهره وکړه، چې په کې د پاپ موسیقۍ برتانوۍ ډلې سپایس ګرلز(سکاڼو انجونو) هم برخه واخیسته.

پر دې مهال د جهاني اولمپیک کمېټۍ مشر جېکس روګ وویل چې د اولمپیک سیالۍ به يو شمېر ځوانان دې ته وهڅوي چې په لوبو کې پرمخ لاړ شي او خپل ارمانونه او خوبونه سر ته ورسوي.( زه د دېرشم اولمپیک لوبو دپای اعلان کوم او د نړۍ په ځوانانو غږ کوم چې د له اوسه تر راروانو څلورو کلونو پورې د برازيل په راوډیجینېرو ښار کې د يو ديرشم اولمپک سیالیو کې برخه واخلي.)

د اولمپک لوبو جنډه د برازيل د راوډیجینېرو ښاروال( ميېر) ته وسپارل شوه ، د برازيل دغه ښار به د دوه زره شپاړلسم کال د اولمپیک مقابلو کوربه توب کوي.

په لندن اولمپک لوبو کې ۴۴ نړيوال ريکارډونه جوړ شو. امريکا د ۱۰۴ مډالونو په ګټلو سره په ړومبي نمبر راغله ، چين په دويم او روس په دريم نمبر راغللی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG