د لاسرسي ځای

شمالي وزیرستان: درې پاکستاني پوځیان مړه پنځه ژوبل


په شمالي وزيرستان او ايف آر بنو کې په دووجلا پيښو کې درې پاکستاني پوځيان مړه شول او پنځه نور ژوبل دي.

د شمالي وزيرستان د پوليټکل انتظامیېې چارواکو مشال ريديو ته وویل، چې ړومبۍ پيښه پرون د اتوار په ورځ ناوخته په ميرلي باۍ پاس سړک رامنځ ته شوه چې پکې له شمالي وزیرستان د بنو پر لور تلونکي د پوځي کاروان یو ګاړي چپه شو او درې پوځيان په کې مړه او درې ژوبل شول. له دې وروسته د پوځيانو د دغه کاروان يو ګاړې په ګربز سيمه کې په لاره کې يو ښځ بم سره وجنګېدو چې په کې دوه نور پوځيان ژوبل شول.

ياده دې وي چې په شمالي وزيرستان کې د پوځي قافلو د تګ راتګ د خوندي کولو لپاره د اتوار په و رځ په زياتره سيمو کې ګرځبندیز (کرفېو) وي.

XS
SM
MD
LG