د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا دشام په کړکیچ د ترکیې سره مشورې کوي


میرمن هیلري کلنټن
میرمن هیلري کلنټن

د منورشا ژباړه :
ــــــــــــــــــــــــــــــــ

د جرمني خبري اژانس ډي پی ای، خپل یو رپورټ کې لیکي، دامریکا دخارجه چارو وزیرې هیلري کلنټن د خالي په ورځ په استنبول کې د خپل ترکي سیال داود اوغلو سره ملاقات کړی او وېلي یې دي ، اوس وخت راغلی چې دواړه هېوادونه د شام په حواله د عملیاتي منصوبو جاج واخلي. په دې ملاقات کې په هغو متبادلولارو چارو هم غور وشو چې د بشارالاسد لخوا د کیمیاوي وسلو د استعمال په وخت به پورته کولې شي.


مېرمن کلنټن د ترکيې دا سفر په داسې حال کې کوي چې د شام په حلب ښار کې د حکومتی ځواکونو اویاغیانو ترمنځه نښتې روانې دي. رپورټ د نوموړې د خولې لیکي، د دواړو هېوادونو پوځ او استخباراتي ادارې په دې شخړه کې مهم کردار ترسره کولی شي، او د هم دې لپاره دهمکارۍ یوه ډله جوړوي.

په دې پوښتنه چې آیا د شام د نه الوت سیمه یعنې نو فلايي زون ګرځول امکان لري او که څنګه، مېرمن کلنټن وویل په دې اړه به هم خبرې کیږي، خو هر کامیاب ګام پورته کولو لپاره سلامشوره کول او جایزه اخیستل ضروري وي. په شام کې د اولسو میاشتو راهیسې روانې ناآرامۍ په حواله د نوموړې دا ډول څرګندونې په اول وار مخې ته راغلي.

رپوټ لیکي مېرمن کلنټن د بشارلاسد رژیم ته په اشاره سره ويلي هیڅ نشي وېلي چې دغه به کله ختم شي او دا چې د هغه ظلم او جبر دحد نه زیات شوی دی. خو زیاتوي چې دوی به هر ګام په ډېر احتیاط پورته کوي او نه غواړي چې دهغې له وجې لا نوره تباهي رامنځ ته شي.

مېرمن کلنټن د ترکيې د حکومت هم ستاینه وکړه چې د شام نه کډه شوي څه باندې پنځوس زره مهاجرینو ته یې په اخلاص سره پناه ورکړې. د کډوالو سره د مرستو په لړ کې امریکايي حکومت د ترکيې د سره د ۵ اشاریه ۵ ملینه ډالرو د امداد پیشکش کړی. بلخوا د امریکا د خزانې وزارت د ایران سره د تیلو د رسد له وجې د شام د تیلو په سرکاري کمپنۍ بندیزونه لګولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG