د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د ناټو پر سرتیرو بریدونه زیات شوي



داسرار عالم مومند ژباړه :
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د فرانس پریس خبري اژانس په يو رپورټ کې راغلي چې په افغانستان کې سږ کال څلور ديرش ناټو پوځيان خپل افغان پوځي ملګرو په ډزو وژلي دي، چې له وجې يي کېدې شي د دواړو خواوو، پر يو بل اعتماد کمزوری شي، کوم چې د افغانستان د راتلونکي لپاره ښه خبره نه ده .


که څه هم طالبان وايي د دوی ملګري په افغان پوځ کې ورننوتي او په نړيوالو پوځيانو بريدونه کوي، خو ځینې کارپوهان په دې نظر دي، چې دا مسئله د نړيوالو او افغان پوځيانو ترمنځ د کولتوري اختلافاتو او د فشار له وجې رامخې ته کيږي.

په رپورټ کې راغلي دي چې په دی اونۍ کې اووه نړيوال پوځيان د خپلو افغان ملګرو لخوا په ډزو وژل شوي دي ، د تېرې جمعې په ورځ يو افغان پوليس واله درې امريکايي پوځيان هغه وخت په ډزو وژل، کله چې هغوی د ده په بلنه د ده ځای ته د غرمې ډوډۍ لپاره ورغلي وو.

د ناټو د شمېرې له مخې سږ کال تر دې دمه د دوی څلور ديریش پوځيان افغان امنيتي سرتېرو او پوليسو په ډزو وژلي دي ، کارپو او ليکوال احمد رشيد وايي، د دې پيښو له وجې په راتلونکي کې افغان امنيتي سرتېرو ته د نړيوالو لخوا د تربيه ورکولو او له هغوی سره د ملګرتيا په خبرو لوی منفي اثرات پريوتي دي.

احمد رشید زياتوي، اوس به ناټو پوځيان د خپل ځان له حفاظت لپاره نوي ګامونه پورته کوي، چې له وجې به يي د دوی او افغان امنيتي سرتېرو ترمنځه فاصله زياته شي. په دې کې د څه بريدونو زمه واري طالبانو پرغاړه اخیستې او وايي چې په نړيوالو او ملکي عسکرو د بريدونو لپاره دوی خپل کسان افغان پوځ ته ننویستلي دي، خو ډيری بيا د دې وجه د کولتورونو ترمنځ فرق او شخصي اختلافات ښايي.

همداراز څرګندونې د ناټو وياند هم کوي او وايي چې د ذهني فشار او ټينشن حالت له کبله ځیني افغان امنيتي سرتيري په نړيوالو پوځيانو بريدونه کوي، خو د نوموړي په خبره دا يو څو پېښې، د ټول افغان امنيتي سرتېرو، د رويو عکاسي نه کوي ځکه چې دا مهال شا و خوا پنځه لکه نړيوال او افغان امنيتي سرتيري او پو ليس په ګډه د يو باثباته افغانستان لپاره هلې ځلي کوي ، د ناټو وياند زياتوي د دوی د پوځيانو مورال لوړ دی او دا قسمه پېښې به د نړيوالو ځواکونو په وتو هيڅ بده اغيزه ونه کړي.
XS
SM
MD
LG