د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې لرغوني اثار په خطر کې دي


دهارون باچا ژباړه :
ــــــــــــــــــــــــــــ


دافغانستان په بامیان ولایت کې د طالبانو له خوا، د بودا د دوو لرغونو مجسمو پر بمونو د الوزولو نه لس کاله وروسته، غربي پوهان وايي چې په دغه هېواد کې پائيدونکي د پخواني بودايي مذهب او هم اسلامي ورثې لږې خوندي پاتې دي .


د فرانس پريس اژانس د رپوټ تر مخه، دکابل نه لويديځ پلو، د ۱۳۰ کلومېټره په واټن، په هغه غر کې چې د بودا دوه نړېدلې مجسمې پکې ليدل کېږي، په ۲۰۰۸ م کال کې د يوې دريمې مجسمې اثار هم موندل شوي دي .

اژانس د يوه ۷۵ کلنه فرانسوي لرغون پوه زمريالی طرزي له خولې ، چې په افغانستان کې پيدا شوی او د باميانو د لرغونيو اثارو د پروژې مشر دی، ليکي چې دوی، دغه اثار له دې کبله چې دغه زمکه د يو چا شخصي ملکيت دی او دا چې د لوټ کېدو احتمال يې شتون لري، پټ ساتلي دي.

د اژانس په خبره دا تاريخي او کولتوري خزانې که چيرې په غربي نړۍ کې موندل شوي وای نو لا ډېرو کيندنو، علمي څېړنو او د لوی کچ ميوزیمي نندارتونونو کېدلو ته به يې لاره اېستې وای . خو په افغانستان غوندې ځای کې، چې غربت او د دريو لسيزو جګړو وهلی هيواد دی، کيسه يو مخ اپوټه ده .

فرانس پريس د تعليم او کولتور په برخو کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې يونيسکو د افغانستان له پاره د مشر برينډن کيسار له قوله ليکي چې وايي، تر ټولو خوندي لاره هم دا ده چې دغه لرغوني اثار د زمکې لاندې وساتل شي . د نوموړي په وينا، په ګرد افغانستان کې د موندل شويو د بودا مت او هم اسلامي په زرګونو تهذيبي اثارو د پوليسو له لوري ساتنه يو ناشونی کار دی .

په افغانستان کې د لرغونو اثارو د ناخونديتوب مسئلې ته د دغه هېواد لپاره د فرانسوي لرغونپوهنې هيات مشر فېلېپی مارکيس هم اشاره کړې چې وايي د افغانستان د تاريخي شتمنيو په ۹۹.۹ في صدي برخه په وړه او يا لويه کچه لوټ روان دی .

دی وايي يو افغان د څلور يا پينځه ډالره ورځنۍ دياړۍ په بدل کې د خپل هېواد کولتوري ميراث کېندي، چې همدغه اثار کله د اروپا او آسيا لويو ښارونو ته ورسي نو قيمت يې لسګونه زره ډالره شي.

په افغانستان کې د يونيسکو مشر ښاغلی کيسار په دې باور دی چې د دې هېواد تاريخي او کولتوري شتمنۍ به هله خوندي کېږي چې وګړي يې باسواده او د خپلو تاريخي اثاثو په ارزښت پوهه شي . نوموړي دغه راز د دغو شتمنيو د قاچاق د مخ نيوي لپاره د افغانستان دننه د قانون د عملدارۍ او د يو نړيوال کمپاين په ترڅ کې د انټرپول د پوليسو او د ګمرکونو د چارواکو د تعاون ضرورت په ګوته کړی دی .

فرانس پريس پروسږ کال په پيرس کې شوې د لرغونپوهو د يوې غونډې د پرېکړې په حواله وايي چې د باميانو په نړول شويو دوو مجسمو کې د يوې هغې د مرمت کار به پيل کړي . خو په عين وخت کې د يوه ځايي لرغونپوه فريد حيدري له خولې ليکي چې وايي، تر هغې مخکې چې طالبان د بودا مجسمې په بمونو والوزوي، په رغولو يې بلها پيسې ولګول شوې . د ده په خبره په داسې حال کې چې طالبان د شل کلومېټره واټن په وهلو کولای شي دغه مجسمې بېرته په نښه کړي، د بيا جوړولو يې هيڅ توک نه جوړېږي .
XS
SM
MD
LG