د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل راته له واشنګټنه زيات مهم دی: حنا رباني کهر


دپاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر
دپاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر


ریاض موسا خیل / اسلا م اباد

د عربي ژبې یو ټیلي ویژن سره په مرکې کې پاکستانۍ خارجه وزيرې حنا رباني کهر ویلي چې د پاکستان او افغانستان تقدير يو بل سره تړلی دی او دافغانستان حالات نېغ په نېغه په پاکستان اثر غورځوي.

د نوموړې په اند د دواړو ملکونو تر منځه اعتماد پېدا شویدی او د ګاونډي ملک په حېث پاکستان لپاره کابل تر واشنګټنه زيات اهميت لري.

دافغانستان په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرې د تازه څرګندونو په اړه پېښور پوهنتون کې د سيمه ايزو څیړنو د څانګې مشرعدنان سرور وايي : دا بيانونه له ډېرې مودې راهيسې مخې ته راځي، خو ضرورت د دې خبرې دی چې دغه لړ کې عملي ګامونه پورته کړی شي.

د ده په وینا، افغانستان او پاکستان يو شان دود، دستور او رسمونه، رواجونه لري او د دواړو ملکونو اوږده پوله شرېکه ده، نو ځکه يو ملک کې امنیت یا بد امني،بل ملک متاثره کوي.

دغه رنګ د سيمه ايزو چارو يو بل کارپوه او خبريال طاهر خان بیاوايي چې اوس ښکاري پاکستان خپله پاليسي بدله کړې وي او افغانستان سره کړي خپل لوظونه پوره کړي.

نوموړي زياته کړه چې د افغان امن عمل کې د پاکستان کردار ډېر مهم دی او پخپله افغانستان هم اوس غواړي چې پاکستان دا کردار ترسره کړي.

دی وايي چې پاکستان هم په دې پوه دی چې سیمه يو بل جنګ ،يا بد امني نشي زغملی نو ځکه غواړي چې د افغانستان نه د نړيوالو ځواکونو وتو وروسته دلته امن وي.

ياده دې وي چې پاکستان او افغانستان وخت په وخت داسې بيانونه ورکوي، خو د دې سره سره دواړه په يو بل تورونه هم لګوي چې په داخلي چارو کې یې مقابل لوری لاس وهنه کوي.
XS
SM
MD
LG