د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۲۰۱۲ اولمپیک لوبې نن پای ته رسیږي



په لندن کې د روانو ۲۰۱۲م کال د اولمپکس لوبو نن وروستۍ ورځ ده.تر اوسه په تر سره شویو لوبو کې امریکا تر ټولو زیات یانې یو سل دوه میډالونه ګټلي دي.


د امریکا په ګټلو میډالونو کې څلور څلوېښت د سرو زرو ، نهه ویشت د سپینو زرو او نهه ویشت د زیړو میډالونه شامل دي.

پر دویم نمبر چین دی چې ټول يې اوه اتیا میډالونه ګټلي دي. د چین په هغو کې اته دېرش د سرو زرو ، اوویشت د سپینو زرو او دوه ویشت د زیړو میډالونه شامل دي.

او پر دریم نمبر برتانیا ده چې په مجموعي توګه یې دوه شپېته میډالونه ګټلي دي. په دې کې اتویشت د سرو زرو ، پنځلس د سپینو زرو او نولس د زیړو میډالونه دي.

پاکستان او افغانستان هم په دې لوبو کې ګډون کړی وو. پاکستان له دغو لوبو خالي لاس ستون شوی، خو د افغانستان د تیکوانډو لوبغاړي روح الله نیکپا په دې کې بریالی شو چې د خپل هیواد لپاره د زیړو میډال وګټي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG