د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیمروز کې یو پولیس خپل ۱۱ ملګري ووژل



د افغانستان د نیمروز ولایت چارواکي وايي چې یوه سیمه ییز پولیس خپل یوولس ملګري پولیس په ډزو وژلي دي .

دغه پیښه د نوموړي ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ ناوخته پېښه شوې ده. چارواکو ویلي ، په وژل شویو کسانوکې د پولیسویو قومندان هم شامل دی .

د نیمروز ولایت د دلارام ولسوال خدایداد ازادۍ راډیو ته وویل هغه کس چې دا برید یې کړی ، د حکومت د وسله والو مخالفینو تر اثر لاندې و.

نوموړي زیاته کړه چې بریدکوونکی هم وژل شوی او د هغه د پیژندنې په اړه نورې څیړنې روانې دي.

ځینو سرچینو وژل شوي کسان سیمه ییز پولیس نه بلکې د افغانستان ملي پولیس بللي دي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG