د لاسرسي ځای

پاکستان، افغانستان سره د بندیانو پر تبادلې خبرې کوي


پاکستان ويلي دي چې له افغانستان سره يې د بندیانو پر تبادله خبرې اترې روانې دي .

دا خبره د پاکستان د بهرنېو چارو د وزارت وياند معظم علي خان پرون د خبري غونډې پر مهال له هغه وروسته وکړه چې ایا پاکستان د افغان طالبانو د مشر ملا عمر د ملګري ملا برادر د خوشې کولو تيارې کوي؟

معظم علي خان په دې اړه نور وضاحت و نه کړ.

معظم علي خان په پاکستان کې د بجلۍ د کمي په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل ، دا خبره ناسمه ده چې ګنې د امريکا لخوا د توانايې په برخه کې د پاکستان لپاره اعلان شوي دوه سوه اتيا میليونه ډالر مرستې د ايران او پاکستان له ګيس پائپ لائن سره څه تړاو لري.
XS
SM
MD
LG