له کرمي ایجنسۍ د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړي ساجد حسين طوري ويلي دي چې حکومت به د روانې مياشتې پر شپاړسمه نيټه په قبايلي سيمو کې د بلدياتي انتخاباتو اعلان وکړي.
له مشال ريډيو سره په خبرو کې نوموړي وويل چې حکومت ورسره سلا شوی دی چې دا ځل به په سيمه کې بلدياتي انتخابات د ګورنر او پولټيکل ايجنټ پر ځای د انتخاباتو د کميشن تر انتظام لاندي ترسره کيږي.
ساجد حسېن طوري زياته کړه چې دا اتخابات به لومړی د قبايلي سيمو په ښار ګوټو کې کيږي.
په قبايلي سيمو کې د بلدياتي انتخاباتو کولو خبرې له هغې وروسته مخې ته راغلي دي چې د پاکستان موجوده حکومت په دغه سيمو کې د سياسي اصلاحاتو اعلان کړی دی .