د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر اېجنسۍ کې د ناټو پر لاریو برید شوی


د پاکستان په خیبر ايجنسۍ کې د نېټو لپاره پر سامان وړنکو لاریو د ريموټ کنټرول بمي بريد شوې دی چې دوه کسان په کې ژوبل شوي دي او لاریو ته هم زيان رسېدلی دی.

د خيبرايجنسۍ د پولېټکل انتظامې چارواکي وايي دا پيښه نن سهار په جمرود سیمه کې له تخته بیګ چیک پوسټ سره نژدې رامخې ته شوېده .

د پاکستان لخوا په افغانستان کې مشت نېټو ځواکونو ته له مځکنیو لارو د سامان د رسد تر پرانستل کېدو وروسته دا په خيبر ايجنسۍ کې دريم ځل دی چې پر دې د نېټو لپاره پر سامان وړنکو لاریو برید شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG