د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان د لږکیو د حقونو په ساتنه کې پاتې راغلی'


ورځپاڼه لیکي د پاکستان حکومت د لږکیو په ساتنه کې پاتې راغلی
ورځپاڼه لیکي د پاکستان حکومت د لږکیو په ساتنه کې پاتې راغلی

ژباړه: ګل ایاز
سرچینه: ایکسپریس ټرېبیون

له پاکستان خپرېدونکې د انګرېزي ژبې ورځپاڼه ايکسپريس ټرابيون په خپله اداريه کې ليکي، د پاکستان د کورنيو چارو وفاقی وزير رحمان ملک له هيواده د هندوانو د هجرت په اړه بيان د ګاونډي هيواد هند غوسه پارولې ده.


له رحمان ملکه چې کله پوښتنه وشوه چې له جيکب اباده ۶۰ هندو کورنۍ هند ته هجرت کوي، نو نوموړي په ځواب کې ويلي ول چې د هند لخوا ۲۵۰ هندوانو ته ويزې ورکول د پاکستان حکومت پر ضد سازش دي.

ورځپاڼه ليکي، په پاکستان کې د هند های کمېشن په جيکب اباد کې مشهور مهاراج سنتوش پوري ته ويزې ورکړې وې چې هند ته له خپلو پلويانو سره د مذهبي رسوماتو لپاره لاړ شي.

هند ته د سنتوش د رخصتۍ له پاره له بلوچستان، جيکب اباد او کشموره يو شمېر خلک پر پوله ورغونډ شوي ول.

ورځپاڼه ليکي، په داسې حال کې د رحمان ملک بيان له سپکاوي ډک وو، نوموړي ويلي ول چې دغه هندوان هند ته هجرت کوي.

په ادرايه کې راغلي، په پاکستان کې د لږکیو (اقلیتونو) سا دومره تنګه کړل شوې چې دوی مجبوره دي ګاونډي هيواد ته کډوال شي او له دوی سره بله لاره هم نشته.

ورځپاڼه کاږي، په سېند صوبه کې يوه هندوه نجلۍ وتښتول شوه، په زوره مسلمانه کړل شوه او يو مسلمان ته واده کړل شوه.

سپريم کورټ، چې په دغه شان پيښو کې مداخله کوي، خپله فيصله د هندوانو ټولنې پرضد وکړه.

په بلوچستان کې مېشت هندوان خپل آباد کورونه د ګواښونو له کبله پرېږدي، ځنې هند ته روان دي او ځنو لویو ښارونو لکه کراچۍ او کوټې ته کډې کړې دي.

ورځپاڼه په ادرايه کې د شتمنو هندوانو په اړه ليکي، هندو سوداګران ډېر په منظمه توګه په نښه کېږي او د تاوان له پاره تښتول کېږي.

د دغه کسانو په خوشې کولو کې پوليسو دلچسپې نه ښيي او کورنۍ مجبوره شوي چې د پيسو په بدل کې خپل کسان راخوشي کړي.

ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼه لیکي، د کورنيو چارو وزير بايد پر دې خبره پوه شي چې د هند حکومت او په پاکستان کې مېشته د هندوانو ټولنه په هيڅ قسمه سازش کې ککړه نه ده.

دلته يو سازش کېږي او هغه دا چې حکومت د اقليتونو د حقوقو په خوندي ساتلو کې ناکامه شوی.

د ورځپاڼي په وينا د رحمان ملک غير حقيقي او حساسه بيان په هيواد کې د هندوانو ژوند له نور خطر سره مخامخوي.
XS
SM
MD
LG