د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان خطر دی، خو عملیات نه کوو: امریکا


ریاض موساخېل

اسلام اباد - د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د امریکا سفارت ویلي، په پاکستانیو او امریکايي رسنیو کې خپاره شوي ټول هغه خبرونه بې بنسټه دي چې په کې ویل شوي، دواړه هیوادونه په ګډه په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات کول غواړي.


د امریکايي سفارت ویاند مارک سټرا له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت وویل، هیواد یې کله هم پاکستان ته د دې عملیاتو کولو په اړه څه نه دي ویلي، او نه یې هم ورباندې فشار راوړی دی.

ده وویل، پر خپله خاوره د هر ډوله کار روايۍ واک یوازې د پاکستان له حکومت او پوځ سره دی او که په دې ترځ کې اسلام اباد له واشنګټنه مرسته غواړي، نو هغه به ورسره وکړي.

مارک سټرا زیاته کړه، شمالي وزیرستان پخپله د پاکستان، افغانستان له پاره ګواښ دی او باید د دې خطر مخه ونیول شي.

د ترهګرۍ ضد په جګړه کې د شمالي وزیرستان د ارزښت او هلته د پوځي عملیاتو د اړتیا په اړه چې مشال راډیو د پوځي او دفاعي چارو له کار پوه او د پاکستاني پوځ پخواني برېګېډییر سعد خانه پوښتنه وکړه نو هغه وویل، په پنجاب او قبایلي سیمو کې د ترهګرو پر ضد د عملیاتو پر وخت دا وسله وال په شمالي وزیرستان کې پټ شوي دي او ریښتیا خو دا ده چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د دولت عملداري تقریباً نشته.

پخواني برېګېډيیر سعد وویل، پر داسې مهال چې امریکا د افغانستان له طالبانو سره خبرې کوي نو د شمالي وزیرستان عملیات ځنډول په کار دي؛ ځکه چې که په افغانستان کې تر خبرو وروسته کراري راشي او بیا هم دا خلک پر پاکستان حملې کوي نو بیا به له پاکستاني حکومت سره د دوی پر ضد د کار روايۍ مضبوط جواز وي او دې عملیاتو له پاره به د ولس مرسته او ملاتړ هم وي.

سعد وویل، د امریکا له خوا نېغ په نېغه په دې عملیاتو کې د برخې له اخیستو سره به د خلکو ذهن ته دا فکر ورشي چې ګواکې دا کار د امریکا په خوښه کېږي.

ده وویل، البته امریکا دا کولای شي چې د داسې کارروایۍ د کېدو په صورت کې له پاکستان سره مالومات شریک کړي او یا هم نوره مرسته ورکړي او له دې سره سره د پولې هغې خوا ته د اورپکو پر ضد کار روايي وکړي چې دا وسله وال و نه تښتېدای شي.
XS
SM
MD
LG