د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې ۲۴ طالبان وژل شوي دي


د افغانستان خوست ولايت امنيتي چارواکو په وینا د جمعې په شپه د خوست ولايت د موسا خېلو ولسوالۍ دګبر درې په سيمه کې د ناټو په هوايي بريد کې تر 24 پورې وسلوال طالبان چې ډېری يې بهرنيان دي وژل شوي دي.

د خوست ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر محمد يعقوب مندوزي وویل، چې د ناټو هیلیکوپټرو په ياده سيمه کې د وسلوالو طالبانو پر پټن ځايونو هوايي بريدونه کړي چې په ترځ کې يې د 19 او 24 کسانو ترمنځ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

سرچينه وايي: ((له سيمې د ترلاسه شويوکشفي معلوماتو تر مخې د وژل شويو کسانو ډېری يې بهرنيان دي چې په ياده سيمه کې يې ورانکاره کړنې ترسره کولې.))

مندوزی وايي: ((د ناټو د چورلکو له لوري په تر سره شوي بريد کې سيمه والو او بهرنيوځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی.))

په خوست کې ميشت د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم منلې چې وړمه شپه يې د موسا خيلو په ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو پرپټن ځايونو بمبار کړی چې په ترځ کې يې ۱۶ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.

دا چې وژل شوي افغاني طالبان او که بهرنيان دي سرچينې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

تر اوسه د دولت ضد وسلوالو طالبانو د دې هوايي بريد په اړه رسنيو ته خپل غبرګون نه دی څرګند کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG