د لاسرسي ځای

د شام او اردن تر منځ پر پوله نښته شوې ده


راپورونه وايي پرون ناوخته د اردن او سوريې پر پوله د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ شخړې وشوې.

په اردن کې سرچينې وايي د اردن او سوريې د سرحدي ګزمو ترمنځ وروسته تر هغه ډزې تبادله شوې چې د سوريې ځواکونو د کډوالو پر ٥٠٠ کسيزې ډلې ډزې وکړې، چې راپورونه وايي په دې ډله کې د سوريې له پوځ څخه جلا شويو سرتېرو هم ګډون درلود او هڅه يې کوله له پولې اردن ته واوړي.

د اردن سرحدي ځواکونو هغه وخت ځوابي ډزې وکړې، چې د سوريې ځواکونو دغه کډوال چې د اردن خاورې ته اوښتي وو، په نښه کړل.

د مرګ ژوبلې راپور نه دى ورکړل شوى.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو ويلي وو، چې د سوريې له حلب ښار څخه په زياته اندازه ملکيان په داسې حال کې په تېښته دي، چې د ياغيانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د جګړې شدت کم شوى دى.
XS
SM
MD
LG