د لاسرسي ځای

د ناټو په اډه کې یوه کس درې بهرني سرتېري وژلي دي




د افغانستان په جنوب کې د ناټو په یوه مرکز کې کارکوونکي ولسي کس درې امریکايي پوځیان وژلي دي.

دا د هغو بریدونو تازه پېښه ده چې په روانه اوونۍ کې یې اووه امریکايي عسکر وژلي دي.

نړیوالو سوله ساتو ځواکونو ویلي دي چې دا پېښه د جمعې په شپه د هېلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې رامنځ ته شوي دي.

تر دې وړاندې یانې د جمعې په ورځ وختي هم یو افغان قومندان او د هغه عسکرو درې امریکايي عسکر هغه وخت ووژل چې د امنیت په اړه یې د سلا مشورې لپاره ډوډۍ ته وربللي ول.

دا پېښه هم په هلمند ولایت کې رامنځ ته شوې وه.

پر سې شنبه هم د افغان ځواکونو په جامه کې دوو کسانو د هیواد په ختیځ کې یو بل امریکايي سرتېری وژلی وو.

په افغانستان کې د ایساف ځواکونو ویاند برګېډیر جنرال ګونټر کټڅ ویلي چې دا پېښې یو له بله بېلي دي او د ټول افغانستان د حالاتو څرګندونه نه کوي.

د سپينې ماڼۍ ویاند جې کارني په دې اړه پرون ناوخته څرګندونې وکړې:

((د دې خبرې یاودنه مهمه ده چې، درې لکه او دېرش زره افغان ځواکونه له امریکایي او آیساف ځواکونو سره هره ورځ ماموریت پر مخ وړي او د دې ځواکونو ستره برخه یعنې افغان ځواکونه له آیساف او امریکایي عسکرو سره په ډېر مسلکې ډول کار کوي.))

روان ميلادي کال په افغانستان کې تر ٢٨٠ زيات بهرني سرتېري وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG