د لاسرسي ځای

افغانستان په اولمپیک لوبو کې یوازې یو مډال ګټلی


افغان ټکواندوباز نثار احمد بهاوي چې پرون يې په خپله لومړۍ مسابقه کې خپل مراکشي سيال ته څلور د درېيو امتيازونو په وړاندې ماتې ورکړې، ونه توانېد په بله مسابقه کې خپل ايټالوي سيال ته ماتې ورکړي.

بهاوي چې پر پښه ټپي شوى هم وو، پرون ناوخته د درېيم پړاو په وروستيو شېبو کې تر خپل سيال وروسته پاتې شو.

له دې سره د لندن په اولمپيک لوبو کې يوازېنى لوبغاړى روح اله نېکپا دى چې د شپږو افغان لوبغاړو په منځ کې له مډال سره افغانستان ته ستنېږي.
XS
SM
MD
LG