د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور انرژي کنفرانس نه د ګوندونو هیلې





د خيبر پښتونخوا واکمن عوامي نېشنل ګوند په بلنه په پېښور کې رابلل شوي توانايي کنفرانس کې برخوالو یو شمېر ګوندونو له مشال راډيو سره په خبرو کې ددغه ګام ستاینه وکړه او زیاتوي چې په دې سره دا پښتونخوا صوبې د حقونو غږ اوچتولو کې لویه مرسته وشوه.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خیبر پښتونخوا صوبايي جنرل سکرېټري ارباب مجیب الرحمن د انرزي کنفرانس د ګټو په باب د مشال راډيو خبریال غلام غوث ته وویل چې دا یو ګټور ګام دی او په دې کې د دوی د ګوند دریځ دا وو چې پښتونخوا صوبه چې څومره بجلۍ پيدا کوي په هغې دې د دوی د صوبې حق ملکیت ومنل شي. چې ددغه صوبې بجلۍ د دوی حق جوړېږي. د بجلۍ ټوله ګټه دې پښتونخوا صوبې ته وسپارل شي. دده په خبره که د پښتونخوا صوبې دا غوښتنه ومنل شي نو د دې خاورې لپاره یوه لویه ګټه به وي.

د خیبر پښتونخوا یو بل سینیېر وزیر او د د پيپلز پارټي غړي د مشال راډيو ددې پوښتنې په ځواب کې چې په مرکز کې خو د پیبلز ګوند په مشرۍ کې دوی اېتلافی حکومت لري نو د انرژي کنفرانس چې د بجلۍ د ګټې صوبې ته د سپارلو او د لوډشېډینګ ختمولو په اړه کومې غوښتنې دي د دوی ګوند څه دریځ لري، نو نوموړي په خپل ځواب کې وویل چې بجلۍ پښتونخوا صوبه پيدا کوي او ښه کاره ده چې لوډشېډینګ په


د خيبر پښتونخوا واکمن عوامي نېشنل ګوند په بلنه په پېښور کې رابلل شوي توانايي کنفرانس کې د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتنه وشوه چې له اسلام آباده دي نيغ په نيغه د غير اعلانيه لوډ شيډنګ لړۍ ودرول شي او صوبوته دي د توانایي د وسائيلو د پيداوار او تقسيم اختيار ورکړل شي.

توانایي کانفرنس کې د پښتونخوا حکومت د پنجاب حکومت د مساوي شان لوډ شيډنګ فارموله هم رد کړه او دا وړانديز یې وکړ چې د صوبو د ضرورت په حساب دې د لوډشيډنګ لپاره تګ لاره جوړه کړل شي.

XS
SM
MD
LG