د لاسرسي ځای

دوستي په ســــــــــل کلــــــــــــدارې


د افغانستان او پاکستان پر چمن پوله دا د دوستۍ ور دی

د افغانستان او پاکستان پر چمن پوله دا د دوستۍ ور دی


خدای نور ناصر - مشال راډيو - کوټه



د افغانستان او پاکستان پر چمن پوله څو کاله وړاندې يو ور جوړ شوې، چې ورته د دوستۍ دروازې ویل کېږي. دا ځکه چې وايي: ددې دوو څنګلوریو هیوادونو تر منځ ډېرې ښې اړيکې دي. او هره ورځ پر دې وره د دواړو هیوادونو په زرګونه وګړي تېرېږی راتېرېږي. دا به نه څېړو چې په دې دروازه هره ورځ څومره تجارت کېږي، څومره خلک د همدې پولې له لاري د خپلو ماشومانو لپاره ډوډۍ پیدا کوي. او څومره وګړي همدې د دوستۍ دروازې په روزګار اخته کړيدي. هغه څه چې زه يې په دې څو کرښو لیکلو ته مجبوره کړم. هغه ددې دروازې نوم دی. چې په ښکاره يو څه ښکاري، خو حقیقت داسې نه دي. هسې خو يې له نامه دوستي ځلېږي، خو دننه په کې هغومره زیاتی کېږي، چې تر هغو یې څوک سوچ نشي کولای،چې لومړۍ تر دغه وره نه یې تېر شوی. پر دروازه چې يې د دوستۍ دا لوی نوم لیکلی، دا يواځې تر سلو کالدارو پورې دی. په دې دروازه کله سلو رپيو ته سلګون وايي، کله ورته چای پاڼي وايي. او کله ورته بیا وچه کلکه بدمعاشي وايي. چې بالکل په زوره له تلونکو او راتلونکو کسانو څخه اخیستل کېږي. دا خبرې مي د خلکو له خولې ډېرې اورېدلې وې. چې بې له پیسو په دې دروازه هیڅ نه چلېږي. خو کله چې مي دا په سترګو ولیدل، نو هک پک شوم. اوس مې لا زړه ته نه لوېږي، چې اسلامي هیواد يوې خواته، د دوستۍ نوم بلې خواته، څنګلوري يې په هر څه برسیره، نو ولې دومره زیاتی کېږي. ولې انسانانو ته د حیوانانو په سترګه کتل کېږي، او ولې دا زیاتی نه ختمېږي.

څو میاشتې وړاندې مي کابل ته په يوه شخصي کار پسې د تللو هڅه وکړه. په کوټه کې مي د افغانستان له قونسل ګرۍ څخه ویزه واخیسته. او په همدې دروازه داسې ور رهي شوم. ته وا لکه چې د خواشې کور ته روان وم. زرغون پاسپورټ راسره وو. چې دا هم پرې لیکل شوي، هغه څوک چې دا پاسپورټ ورسره وي، د اسلامي جمهوري هیواد وګړی دی. خیر په دې کې خو نو شک نشته، چې موږ په يوه اسلامي جمهوري هیواد کې اوسېږو.

لنډه دا چې پاسپورټ د ټاپې وهلو وروسته خاص دې دروازې ته ورغلم. هلته د پاکستان درې سرحدي پولیسو راته د درېدو اشاره وکړه. زه هم ودرېدم. پاسپورټ او وزیزه يې وکتله، د نامه پوښتنه يې راڅخه وکړه او هم يې په لاس کې په يوه کتابچه کې زما نوم، د پلار نوم، د استوګنې ځاي مانا هر څه نوښته کړه. زما پاسپورټ هم له دوی سره دی، چې هغه د پاسپورټ نمبر يې هم ولیکلی. وروسته راته وايي، دوه سوه روپۍ راواړوه. د لږ ساعت لپاره مې سوچ وکړ، چې خلکو خو د سل کلدارو رشوت خبره کوله ، له ما ا خو يې دا دی دوه سوه وغوښتې. خیر ما هم ورته وویل: د څه لپاره يې درکړم. وايي چې دا ستا اندراج مو وکړ. ما ویل، ښه! مننه چې زما اندراج مو وکړ، خو چې زه پیسې درکړم نو تاسو به راته يو رسید یا لیک څه راکوئ، چې زما څخه تاسو دومره پیسې واخیستې؟ په ځواب کې يې وویل: نه نه... رسید مسید نشته،پیسې راکوه، او ځه تېرېږه. ما هم سامان ټول ورته کښېښود، او زه هم ورسره سم ودرېدم. چې اوس وخت لګېږي، خو دا مالومه نه ده چې څومره وخت دې در ضایع کړي. په دې درې واړو کې چې په عمر کې تر دې نورو لږ څه مشر مالومیده، دې ته مي وویل: یارکیه! دا پیسې د څه لپاره اخیستل کېږي؟ مخامخ راته وايي: چې څه ته فکر کوې. ما ویل ښه! نو زه يې درکوم. زیاتوي، ولې؟ دا دومره خلک نه وینې چې ټول يې راکوي، نو ستا تر دوی کوم ځای زیات دی؟ ما ویل: يو ځای مي زیات نه دی. تردوی هم په هر څه کې کم یم. خو يوه سورۍ پیسه به ونه وینې، پرېږدې مي، که ټيلي فونونه وکړم. په دې منځ کې دا بل رالوېد، وايي: ګوره سرجي!!! دا ټول خلک پیسې راکوي، او موږ بې له پیسو هیڅ يو څوک هم نه پرېږدو. خیر ځه ته يو نیم سل راکړه. زه بیرته راپه شا شوم، او په کوټه کې مې لومړی د ملیشه ځواکونو د ویاند نمبر ووهل، خو نمبر يې بند راتله، وروسته مي ځينو نورو نيژدو ملګرو ته زنګ وواهه، او ورته مي دا ټوله کیسه وکړه. خبر مي کړل چې که مي ټیلي فون نمبرونه بند شول، نو پوی شئ، چې نیول یې یم. او بیا بل ځای مه راپسې ګرځي. خو لکه چې نه زما شکل د شهید وو او نه هم ددوی راته غازیان ښکاريدل.

ددوی له نيژدې پوستې څخه يو مشر راغی، له دوی څخه يې پوښتنه وکړه، هغوی حال ورته ووایه، چې دا کس پیسې نه راکوي. هغه مشر يې ماته را ږغ کړه. وايي چې ورځه لاړ شه. مه يې ورکوه پیسې... او داسې د دوستۍ په دې دروازه له دې لوري په خیر خیریت تیر شوم. يوه اوونۍ وروسته له هغې خوا بیا هم خدای پاک همدې د دوستۍ دروازې ته راسیخ کړم. يوه سپين ږیري کاکا ته مي سامان ورکړ، چې په رېړهۍ کې يې راسره يوسي. بیا پرې راغلم. چې یادې دروازې ته راورسېدم. يواځې سرحدي پولیس ولاړ وو، لاس يې راته ونیو، وايي: پاسپورټ... ما ورکړ، زیاتوي، سلګون ... ما ورته وخندل. ورته وایم نه! تاسو شرم حیا نه لری. دا تاسو ولې له سلګون څخه هر څه جوړ کړي. ولې دا انسانان دومره زیات تنګوی. ایا ستاسو سپين ږیري نشته، ایا تاسو ددې دونیا له مالک څخه په يوه ځای کې هم څه وېره لرئ؟

ایا تاسو انسانان پېژنئ؟ ایا تاسو خپل ځان ته انسانان وایاست؟ او همداسې ډېری نور سوالونه وو، چې بې واره مي له خولې ورته ووتل. خبر نه یم، چې دې کس زما په دې پوښتنو کې کومې يوې لږ څه متاثره کړ. پاسپورټ يې راکړ، او راته يې وویل: ستا هره خبره، هره پوښتنه پرخپل ځای سمه ده. خو اوس به زما هم څو خبرې اورې. ما ویل سمه ده، که يې نه اورم هم اورم به يې... وايي چې ستا څه خیال دی، دا ټولې پیسې چې موږ يې له نارینه و، ښځينه و، لویانو او وړو څخه اخلو، ته دا وايي چې دا موږ خپلو جیبونو ته اچوو. ستا به دا فکر وي، چې دوي يې په خپلو بچيانو خوري. داسې نه ده. زموږ پر سر بیا بل څوک دی، د هغه پرسر بیا بل مشر دی، او تر هغه هم بیا بل مشر شته. دا ټولې پیسې په يوه ځاي جمع کېږي، ټولې ددې لویو لویو مشرانو جیبونو ته ځي. او ټول هم دوی لويې لويې خېټي پرې کړې دي.

ددې ځوان په خبرو کې څومره حقیقت دی، تر کومه ځايه دا خبرې رښتیا دي. دا يو ې خواته، خو بلې خواته دا يو څرګند حقیقت دی. چې دپاکستان ټولو لوړپوړو چارواکو د دوستۍ په دې دروازه خپلې سترګې داسې پټې کړېدي. چې تر سل روپۍ هاخوا هیڅ يو شی نه ويني. ځينو سرچینو خو لا دا هم راته وویل: چې د همدې دوستۍ دروازې له امله بلوچستان صوبه ته که له بلې صوبې څخه د ملیشه ځواکونو لوړپوړي چارواکي رابدلېږي، نو دا کار د بیخي زیاتو پېسو ورکول په بدل کې کېږي، ځکه چې هغه ټول اوس خبر دي، چې د نورو سیمو په پرتله د دوستۍ باب د پیسو جوړولو مشین دی. ځکه نو دې دروازې ته دا هم ویلی شو، چې د دوستۍ په دې دروازه کې دوستي په سل کلداري پېلېږي، خو هغه اخر هدف يې هیچا ته هم مالوم نه دی، چې په دې سل سل کلدارې سره يو ځاي کېږي. دې ته وايي: د ؛ ســــــــل کلـــــــدارې دوستي ؛ خو خبر نه یم چې تر څو به دا دوستي، دوستي بلل کېږي.



XS
SM
MD
LG