د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا کې به بلدياتي انتخابات کيږي






له فاټا د قامي اسمبلۍ غړې ساجد حسين توري وايي، چې په قبایيلي سيمو کې به د بلدياتي انتخاباتو کولو اعلان په راتلونکې څوارلسم اګست کيږي او دا ټولټاکنې به د پاکستان انتخاباتو کميشن تر څارنې لاندې په ازادانه توګه کيږي.

د نوموړي وينا ده چې تير ځل په فاټا کې يو پوځي ډیکټېټر جنرال پرويز مشرف د خپلو ذاتي ګټو لپاره بلدياتي انتخابات کړي وو چې د ده په خبره د فاټا د اولس سم استازیتوب یې نه کاوه.

دی وايی چې دا ځل هم د حکومت دا پروګرام و چې انتخابات به د خيبر پښتونخوا د ګورنر تر څارنې کيږي

ساجد حسين توري وويل چې په دې باندې د قبائيلي سيمې د ولس او د پارليمان د غړو انديښنې وې او هم په دې لړ کې د پارليمان د غړو يوې ډلې د خيبر پښتونخوا له ګورنر بيرسټر مسعود کوثر سره ليده کاته وکړه. ګورنر هغوی ته باور ورکړی چې انتخابات به د اليکشن کميشن په زريعه کيږي او په دې کې به د ګورنر او پولیټيکل اجنټانو هیڅ لاس نه وي. او په لومړي سر کې به د فاټا په ښاري سيمو کې کيږي.

د قبائيلي چارو څيړونکي محب وزير له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل (( اوس په فاټا کې صورتحال بدل دى، په مطبوعاتو کې دا خبرې ډېرې ښې لګېږي خو ځمکنی حقيقت داسې نه دی.))


د محب وزیر په خبره دا يو ښه ګام دې خو دوي چې کومه د پاکو او رڼو انتخاباتو خبره کوي خو د پاکستان په تاريخ کې چيرته هم پاک انتخابات نه دي شوي نو ممکنه نه چې دا انتخابات هم پاک وشي. او بل په دې کې تر ټولو لويه مسله داده چې دا انتخابات به يواځې په ښاري سيمو کې کيږي نو قبائل خو هسې هم له يوشمير ستونزو سره مخامخ دي او د داسې کولو سره به دلته نورې ستونزې رامينځ ته شي.

د قامي اسمبلۍ غړې ساجد حسين توري وايي په ټول پاکستان کې بلدياتي انتخابات کيږي نو د فاټا ولس هم دا غوښتنه لرله چې په قبايلي سيمو کې دې هم دې نور ملک په څېر انتخابات وشي چې ددوی د خلکو ولسي استازي وټاکل شي او خپلې ستونزې په خپله حل کړي.

سراج ظهير
اسلام آباد

XS
SM
MD
LG