د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستاني سنیان، شیعه ګان سم مسلمانان نه بولي'


ژباړه: پامیر ساحل

سرچینه: اې ایف پي


په نړۍ کې ۱،۶ اربه مسلمانان اوسي. د پیو په نوم څېړنیز مرکز په خپله یوه تازه نظر پوښتنه کې ویلي، دا ټول مسلمانان د خپل دین په بنیادي عقایدو متفق دي خو د دوی د مذهبي کېدلو کچ له یو بل په پراخه توګه مختلف دی. همدا راز، د مذهبي زغم یا برداشت سطح هم په مسلمانانو کې بېله ده. د دې نظر پوښتنې په اړه اژانس فرانس پریس یوه مقاله لیکلې ده.

د پیو ریسرچ سنټر د نظر پوښتنې تر مخې، ټول مسلمانان په عقیدوي توګه په مرکزي اصولو کې سره یو ځای دي. د بېلګې په توګه، ټول مسلمانان په یوه خدای ایمان لري، محمد (ص) د وروستي پیغمبر په توګه مني او په روژې هم سره متفق دي.

د پیو څېړنیز مرکز د دې نظر پوښتنې یوه لیکونکي جېمز بیل اژانس فرانس پریس ته ویلي، دا مسلمانان له یو بل سره اختلاف هم لري او کله کله دا اختلاف د مذهبي تشریحاتو تر مخې ډېر پراخ وي.

بیل وايي، دا نظر پوښتنه په هغو ۳۹ هیوادونو کې شوې ده چې په کې د نړۍ د مسلمانانو ۶۷٪ ابادي اوسي. نظر پوښتنه په ۸۰ ژبو شوې ده او څېړونکو له ۳۸ زره کسانو سره په ۲۰۰۸-۰۹ او ۲۰۱۱-۱۲ کې مرکې کړې دي.

نظر پوښتنه ښيي له ۸۵ تر ۱۰۰ فیصده مسلمانان پر خدای باور او د پیغمبر محمد له پاره ډېر زیات درناوی لري.

په افریقايي مسلمانو هیوادونو، جنوبي او جنوب ختیځې اسیا کې له هرو لسو کسانو اته مذهب ډېر مهم بولي. په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې یې له لسو، شپږ کسان مهم بولي. د پخواني شوروي اتحاد تر واک لاندې په پاتې مسلمانو هیوادونو او مرکزي اسیا کې له هرو دوو کسانو یو مذهب ډېر مهم بولي.

د نظر پوښتنې تر مخې، په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې له ۳۵ کالونو زیات عمر لرونکي کسان د ځوانانو پرتله زیات مذهبیان دي. بل پلو ته په روسیې کې له ۳۵ کالونو کم عمر لرونکي کسان زیات مذهبیان دي.

نظر پوښتنه زیاتوي، په هغو هیوادونو کې چې شیعه او سوني مسلمانان په کې اوسي، لکه عراق او لبنان؛ په هغو کې دا خلک تر ډېره حده بله فرقه مني. خو په برعکسه توګه، په پاکستان کې ۴۱فیصده مسلمانان باور لري چې شیعه ګان ریښتوني مسلمانان نه دي.

XS
SM
MD
LG