هارون باچا - مشال راډيو
پراګ:- هر کال د وړوکي اختر په رانيږدې کېدو سره په پېښور او شاوخوا ښارګوټو کې خلک ليدل کيږي چې د پښتو موسيقۍ د کيسټو په دکانونو ورمات وي . دوئ د خپلې خوښې د سندرغاړو نويو سندرو تر لاسه کولو ته لېواله وي څو د اختر خپلې خوشاليانې پرې يو په دوه کړي .
د موسيقۍ د اورېدونکو شمېر سېوا شوی دی .خو بس دا زموږ کاروبار چې خراب شوی دی، وجه يې دغه ميموري کارډ او يو ايس بي ده .زما نهه کېسټې دي، نو د يو موبايل په ميموري کارډ کې نهه واړه راځي
اوډين ميوزک هاوس مالک شاهد خان.