د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کونړ بیا د پاکستان لخوا راکټونه توغول شوي


د کونړ چارواکي وایي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یو ځل بیا د پاکستان له لوري پر کونړ او نورستان شاوخوا ۲۸۰راکټونه توغول شوي.

د کونړ د والي ویاند واصف الله واصفي مشال راډیو ته وویل چې په دغو راکټونو کې یو کس وژل شوی دی.

د واصفي په وینا له تیرې ورځې راهیسې ۲۶۰ راکټونه د کنړ پر زوړ برول، ګوریګا او خارا سیمو لګېدلي او شاوخوا ۲۰ راکټونه هم د نورستان په کامدیش ولسوالی لګیدلي دي.

د رپوټونو له مخې په تیرو څلورو میاشتو کې د پاکستان له لوري پر کونړ او نورستان د هاوان او نورو وسلو شاوخوا ۳۰۰۰ مرمۍ ویشتل شوي چې ۱۱ تنه پکې وژل شوي او د دیرشو شاوخوا کسان یې ټپیان کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG