د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان عسکر پر ناټو عسکرو په برید کې ووژل شو


ناټو وايي نن يو افغان عسکر هغه وخت ووژل شو کله چې يې د افغانستان په مشرقي سيمه کې پر نړيوالو ځواکونو د بريد هڅه کول.

د ناټو يو وياند وايي چې بريد په لغمان ولايت کې د افغان او نړيوالو ځواکونو د همکارۍ د مرکز دباندي وشو. جرمن لېفټينېټ کرنل هېګڼ مېسېر وايي په پېښه کې د ناټو هيڅ عسکر نه دي وژل شوي.

نوموړي د نورو مالوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه او زياته يې کړه چې ناټو او افغان ځواکونه به د بريد پلټنې کوي. دا د خپل نوعيت وروستۍ پېښه ده چې د ((زرغون پر شين)) بريدونو په نامه ياديږي په کوم کې چې افغان عسکر يا پوليس پر خپلو نړيوالو ملګرو بريدونه کوي.

XS
SM
MD
LG