د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مصر په سینا ټاپووزمه کې نښتې دوام لري


د مصر حکومتي ټېلي ويژن د امنيتي ځواکونو او مشکوکه اسلام پالو تر منځ په سينا ټاپو وزمه کې د نوو نښتو راپورونه ورکوي.

حکومتي ټېليويژن نيل نيوز راپور ورکوي چې نښتې د سينا په شمال کې د العريش ښارګوټي د يو پوليس سټېشن مخې ته رامنځ ته شوي دي.

دا نښتې د پوځ تر هغه وينا يوه ورځ وروسته رامنځ ته کيږي چې ويلي ول په نږدې کلي کې يې د هوايي بريد په ترڅ کې ۲۰ وسله وال وژل دي.

دا هوايي بريد د لسګونو کلونو وروسته تر هغه وروسته رامنځ ته شو کله چې وسله والو د تيري يکشنبې په ورځ له اسراييل سره پر پوله پر سرحدي ځواکونو بريد وکړی او ۱۶ عسکر يې ووژل.

د مصر ولسمشر محمد مورسي تر پيښې وروسته د هيواد د استخباراتو مشر او د شمالي سينا ګورنر له دندو ليري کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG