د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام پر حلب ښار سخته جګړه روانه ده




نن په شام کې د دغه هيواد د تر ټولو لوی ښار حلب باندي د کنټرول په موخه د شام د حکومتي ځواکونو او د ولسمشر بشار الاسد د مخالفه ياغيانو تر منځ جګړه وشوه چې دواړي خواوي د بريا ادعاوي کوي.

حلب چې د هیواد تر ټولو لوی تجارتي مرکز دی د تيرو دوو اونيو راهيسي پکې جګړه روانه ده چې حکومتي ځواکونه د پراخو بريدونو له لاري پر ياغيانو فشار راولي.

تر دې وړاندي ياغيانو ويلي ول چې د حلب ښار د سويلي سيمی صلاح الدين واک يې ترلاسه کړی دی خو حکومتي ځواکونو ادعا کړې چې دغه سيمه يې بېرته نیولې ده.

بلخوا به نن ناوخته ايران چې د بشار الاسد د حکومت اتحادي هم دی د شام د شخړي په اړه کانفرنس کوي. دا تر اوسه څرګنده نه ده چې کوم هيوادونه به په دې کانفرنس کې ګډون کوي خو ځيني شنونکې دغه ګام د زياتېدونکې روان تشدد څخه د پام اړولو يو ه هڅه ګڼي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG