د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: سپریم کورټ د قامي جوړجاړي کېس اورېدنه وکړه


نن د پاکستان سپریم کورټ د قامي جوړي جاړی قانون یا اين آر او کيس اوريدنه د جسټس آصف سعيد کهوسه په مشرۍ کې پنځه کسزه بینچ وکړه. عدالت وزېراعظم راجه پروېز اشرف ته د عدالت سپکاوي نوټس جارې کړو ، او وزېر اعظم یي په وویشتم اګست عدالت ته غوښتلی.

په دغه دوران عدالتي بینچ وویل، دا د افسوس خبره ده، چې تر اوسه په عدالتي حکم عمل ونشو.

عدالت غواړي، وزیر اعظم سویس چارواکو ته د ولسمشر اصف علي زرداری خلاف درغلیو د کیسونو د پرانستلو لپاره خط ولیکي. دوه میاشتې وړاندې پخوانی وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني د عدالت د فیصلې نه منلو له وجې نا اهله ګرزول شوی وو.

اخوا حکومت وایي ولسمشر اصف علي زرداري ته د ایین لخوا استثنا حاصله ده، نو ځکه دوی سویس چارواکو ته خط نه لیکي. عدالت وزیر اعظم پرویز اشرف ته دوه اونۍ وخت ورکړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG