د لاسرسي ځای

پښور چاودنه: د فرنټیر کور یو مېجر او نهه تنه ژوبل




په پیښور کې د فرنټیر کور پر یوه ګاډي په بمي چاودنه کې د یوه میجیر او دوو امنیتي کسانو په ګډون نهه تنه ژوبل شوي دي.

دا چاودنه نن سهار د پیښور له رهایشی سیمې حیات اباد سره نږدې د ټاون تاڼي په حدودو کې پر یونیورسټۍ سړک شاوخوا نهه بجې رامنځ ته شوې.

د ټاون پولیسو د تاڼي مشر رحمت الله خان مشال ریډیو ته وویل، دغه یوه ریموټ کنټرول بمي چاودنه وه. چې پکې شپږ عام کسان هم ژوبل شوې دي . ژوبل کسان د پیښور حیات روغتون ته وړل شوي دي . د دغه پیښې پړه تر دې دمه چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG