د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تربت کې چاودنې څلور پاکستاني سرتیري ووژل



د بلوچستان په تربت سیمه کې په بمي چاودنه کې د يوې پاکستانۍ امنيتي ادارې څلور سرتیري وژل شوي، او تر لسو زیات ټپيان دي.

د کیچ ضلعې له لوی ښار تربت څخه د شاوخوا پنځویشت کیلومیترو په واټن په شاپوک سیمه کې چاودني تر اوولسو زیات د بلوچستان کانسټيبلري سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې. له سیمې څخه د امنيتي چارواکو په وینا چاودنه د سې شنبې او چارشنبې په منځنۍ شپه هغه مهال شوې، چې له کوټې تربت ته د امنیتي عسکرو يوه قافله پرلاره وه، چې پرې د ریموټ کنټرول په مټ چاودېدونکي توکي چوول شوي. تر پېښي وروسته يې ټول مړي او ژوبل سرتیري د تربت سرکاري روغتون ته رسولي. د یادي پېښي په اړه د تربت سیمې د پولیسو يوه مشر مراد په ټيلي فون مشال راډيو ته وویل،

؛ زموږ د بلوچستان کانسټيبلري د کوټې ملازمین په يوه سرکاري موټر کې له کوټې تربت ته را روان وو. چې په شاپوک سیمه کې پرې همدا چاودنه شوې، او څلور سرتیري په کې وژل شوي او دیارلس نور ژوبل دي؛

د یاد چارواکي په خبره د وژل شويو ټولو سرتیرو مړي يې ددوي خپلو سیمو ته استولي، او ټپيان لاهم د تربت په سرکاري روغتون کې دي. د تربت ددې چاودنې مسوولیت لاهم مشال راډيو ته کومې ډلې قبول کړی نه دی.

په بلوچستان کې له پاکستانه د ازادۍ له پاره بلوڅ بیلتونپالي له مودې راهیسې وسله واله مبارزه کوي او د دوی په خبره ددغه صوبې پر وسایلو یوازې د بلوچستان د اوسېدونکو حق جوړېږي.

XS
SM
MD
LG