د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانان د خپل راتلونکې په باب نهیلي ښکاري





امريکا ميشته ګېلپ نومې نړيواله څېړنيزه اداره په خپله سروې کې ښيي چې د ۲۰۱۱م کال څخه بيا تر ۲۰۱۲م کال پوري د افغانانو په ژوند کې ډېر کم ښه والی راغلی دی . اوس هم يوازي څلور فيصده افغانان خپل ژوند بډايه ګڼي. بلخوا ۷۱ فيصده افغانان د خپل ژوند د ښه کېدو لپاره هڅه کوي خو په هرو څلورو کې يو افغان خپل ژوند د کړاوه ډک احساسوي.

ګېلپ د سروې پر مهال ځواب ورکونکې کسان په درو برخو کې وېشلي دي. لومړی يې هغه چې ژوند يې ښه دی او شتمن دي. دوهم هغه چې اوس هم د خپل ژوند د ښه کېدو لپاره هڅه کوي او دريم هغه چې خپل ژوند د کړاوه ډک احساسوي . په همدې لړ کې يې له صفره تر ۱۰ پوري درجې ورته ټاکلي دي . څومره چې درجه ټيټېږي، مانا دا ده چې ژوند يې ستونځمن دی او چې څومره درجه لوړېږي، مانا دا چې ژوند يې ښه دی.

د اوسنۍ سروې له مخې د اکثريت افغانانو ژوند ۳.۸۸ ښودل شوی چې د ۲۰۱۰م کال په پرتله ټيټ ښکاري ځکه چې هغه وخت ۴.۷۶ ښودل شوی و. د راتلونکې په اړه زياتره افغانان د تيرو پنځو کلونو په پرتله له ناهيلۍ سره مخامخ دي او په ۲۰۱۱م/ ۲۰۱۲م کال کې يې د ښه راتلونکې کچه ټيټه شوې ده.


په سروې کې راغلي چې د افغانانو لپاره د ښه راتلونکې په اړه وړاندوينه کول په داسي حال کې ډېره ګرانه شوې چې نړيوال ځواکونه به د ۲۰۱۴م کال تر پايه له افغانستانه ووځي . په همدې خاطر ۳۶ فيصده افغانان د راتلونکې په اړه اندېښمن دي او ۲۸ فيصده بيا د تېر وخت په اړه د ذهني فشار ښکار دي.

سروې په پای کې ليکي، د څه باندي يوې لسېزې د نړيوالو پرمختيايي هڅو سربېره د افغانانو د ژوند معيار د ډاډ وړ نه دی او د دوی په اندېښنو کې زياتوالی راغلی دی.

XS
SM
MD
LG